Homeخبرونهزرګونو کاناډایانو له ایلن مسک څخه د کاناډايي تابعیت د اخیستلو غوښتنه...

زرګونو کاناډایانو له ایلن مسک څخه د کاناډايي تابعیت د اخیستلو غوښتنه وکړه

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۷ مه) د کاناډا د پارلمان غړي وايي چې د ټکنالوژۍ میلیاردر ایلان ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په همکاري کې د کاناډا خپلواکي ګواښي.

تر اوسه لږ تر لږه ۱۷۰ زره کسانو د پارلمان د غړیو له لوري هغه عریضه لاسلیک کړې، چې پکې د ایلن مسک د کاناډايي تابعیت د لغوه کېدو غوښتنه کوي، ځکه چې نوموړی د ټرمپ د ادارې مهم غړی ګڼل کېږي او هڅه کوي د کاناډا پر خپلواکۍ برید وکړي.

دا عریضه د تیرې پنجشنبې په ورځ د بریټیش کولمبیا لیکوالې کوالیا ریډ (Qualia Reed) وړاندې کړه، او د نوي ډیموکراټ ګوند (New Democrat Party) پارلماني غړي چارلي اېنګس (Charlie Angus) یې، چې د مسک له منتقدانو څخه دی، ملاتړ کړی دی.

ایلن مسک، چې په جنوبي افریقا کې زېږېدلی، د خپلې مور مې اسک (Maye Musk) له لارې، چې د رېجاینا (Regina) ښار اوسېدونکې وه، د کاناډا تابعیت ترلاسه کړی. خو نوموړی اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ټولو اغېزمن سلاکار ګڼل کېږي، چې د حکومت د لګښتونو د کمولو او د فدرالي کارکوونکو د شمېر د محدودولو دنده لري، او د حکومت د موثریت په نوم د ادارې (Department of Government Efficiency – DOGE) مشر دی.

د ریډ په عریضه کې راغلي چې مسک “په داسې فعالیتونو کې ښکېل دی چې د کاناډا د ملي ګټو خلاف دي” ځکه چې د ټرمپ سلاکار دی. دغه عریضه ادعا کوي چې د ټیسلا (Tesla) اجرايي رییس «د هغه بهرني حکومت غړی شوی چې د کاناډا د خپلواکۍ د ختمولو هڅه کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...