تاند (سې شنبه، د کب/ دلوې ۷ مه) طالبانو د دوشنبې په ورځ تأیید کړه چې په افغانستان کې یې یوه بریتانیايي جوړه، چې عمرونه یې تر ۷۰ کاله ډېر دي، نیولي دي.
طالبانو وروسته له هغه دا خبره تأیید کړه چې د دې جوړې اولادونو د خپل مور او پلار د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د پیټر او باربي رینولډس څلورو بالغو اولادونو ویلي چې د دوی مور او پلار له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي او د ۲۰۲۱ کال په ترڅ کې، کله چې طالبانو د لوېدیځپلوي حکومت واک نسکور کړ، د نورو بهرنیانو په شان ونه وتل او هلته پاتې شول.
دا جوړې په افغانستان کې د “Rebuild” په نوم اداره پر مخ وړي، چې د سوداګریزو شرکتونو، دولتي ادارو، ښوونیزو بنسټونو او غیردولتي موسسو لپاره د زدهکړې او روزنې پروګرامونه وړاندې کوي.
د یکشنبې په ورځ د بریتانیا سنډې ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې پیټر رینولډز، چې ۷۹ کلن دی، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په بامیان کې خپل کور ته روان ول، چې ونیول شول.
د هغوی لور سارا انټویسل سنډې ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:« هغوی یوازې غوښتل دې هېواد ته خدمت وکړي ځکه چې مینه ورسره لری. »
تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا جوړه د څه لپاره نیول شوې، خو د هغوی له لوري پرمخ وړل شوې پروژې، چې یوه یې د میندو او ماشومانو د روزنې لپاره وه، ظاهراً د سیمهییزو چارواکو له خوا تائید شوې وه.
دوی، چې لومړی په بات (Bath) پوهنتون کې سره اشنا شوي وو، په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده سره وکړ.
له ۲۰۰۹ کال راهیسې، هغوی د کابل په پنځو ښوونځیو کې روزنیزې پروژې پر مخ وړې، او په بامیان کې یې یوه پروژه د میندو او ماشومانو د روزنې لپاره چلېده.
طالبانو یوه بریتانوي جوړه، چې عمرونه یې تر اویا کلونو زیات دي، نیولې