تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۹ مه) د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، دا اوونۍ خپله طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې باید غزه «ونیول» او «مالکیت» یې د امریکا شي. دا نظر د هغه له نورو لویو پلانونو سره ورته دی، لکه د ګرینلنډ الحاق کول یا کاناډا د امریکا یو ایالت ګرځول.
سره له دې چې دا طرحه ممکن ځینو ته په لومړي سر کې جذابه ښکاره شي، خو د هغې د عملي کېدو پر وړاندې لوی خنډونه شته.
هغه پنځه دلیلونه چې د غزې د نیولو په اړه د ټرمپ د طرحې د ناکامۍ عوامل ګڼل کېدای شي، دا دي:
۱. له خپلې خاورې سره د فلسطینیانو تاریخي تړاو
داسې ښکاري چې ټرمپ له خپلې خاورې سره د فلسطینیانو ژور تړاو ته پاملرنه نه کوي.
د اوربند له ټینګېدو وروسته، نیم میلیون بېځایه شوي کسان د غزې شمال ته بېرته ستانه شول، او نور ډېر خلک خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي. په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي، ریاض منصور، د د غزې د اوسېدونکو د بېځایه کولو هر ډول نظر رد کړی او ویلي یې دي: «زموږ وطن، زموږ وطن دی. که څوک غواړي فلسطینیان بل ځای ته ولېږدوي، نو غوره به دا وي چې اجازه ورکړي دوی خپلو اصلي کورونو ته، چې اوس د اسرائیل تر کنټرول لاندې دي، بېرته ستانه شي. هلته ښکلې سیمې شته، او دوی به خوشاله شي چې هلته بېرته ولاړ شي.»
۲. د عربي هېوادونو مخالفت
د ټرمپ د ادعا خلاف عربي هېوادونو دا طرحه په کلکه رد کړې ده. د شنبې په ورځ، مصر، اردن، قطر، سعودي عربستان، او متحده عربي اماراتو د فلسطینیانو د «قانوني حقونو د نقض» غندنه وکړه.
په همدې حال کې، د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر، محمود عباس، د اردن له دوهم پاچا عبدالله سره د سلا مشورو لپاره عمان ته سفر وکړ، چې دا ښيي په عمان او رامالله کې جدي اندېښنې شته.
همداراز، تمه ده چې د عربي هېوادونو عامه افکار به د دې طرحې پر وړاندې کلک مخالفت وښيي.
۳. د پوځي لاسوهنو ناکامي
د ټرمپ طرحه غزې ته د امریکايي سرتېرو استولو ته اړتیا لري، چې دا د هغه له انتخاباتي ژمنو سره ټکر لري، ځکه هغه ژمنه کړې چې امریکا به نور په بهرنيو جګړو کې ښکېل نه کړي.
باور کېږي غزې ته داستولو په صورت کې به امریکايي ځواکونه د حماس له سخت مقاومت سره مخامخ شي. دا ډله له دې سره سره چې اسراییل له ۱۵ میاشتو راهیسي د هغې د ځپلو او له منځه وړلو هڅه کوي، د اسراییل د پرمختللو وسلو په وړاندې مقاومت کوي.
حماس او د هغې ملګرې ډله، اسلامي جهاد، ثابته کړې چې دوی کولای شي د منظمو پوځونو پر وړاندې چریکي جګړه وکړي— امریکا په افغانستان، عراق، او ویتنام کې له دې ډول جګړو ترخه تجربه اخیستې ده.
۴. د نړیوالو قوانینو مخالفت
په غزه کې د امریکا مداخله به ټرمپ له نړیوالو قوانینو او دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له نړیوال نظم سره په ټکر کې کړي؛ هغه نظم چې امریکا یې تر اوسه مدافع پاتې شوې ده.
د سیډني پوهنتون د نړیوالو قوانینو کارپوه، ټامر موریس، وایي: «امریکا یوازې هغه مهال غزه نیولی شي، چې د دې سیمې قانوني حاکمیت پرې موافقه وکړي. اسرائیل نه شي کولای غزه امریکا ته وسپاري.».»
هغه ټینګار کوي چې فلسطیني اداره هم دا اختیار نه لري، ځکه خلک د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري. موریس لیکلي: «حتی که دا طرحه عملي نه شي، د یوې خاورې د نیولو او د خلکو د بې ځایه کولو په اړه، د ټرمپ خبرې دا خطرناک تصور پیدا کوي چې دا قوانین ډېر اسان تر پښو لاندې کېدای شي.»
ملګرو ملتونو هم ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې، له نیول شویو سیمو د خلکو په زوره ایستل منع دي.
۵. د اسرائیل احتیاط
سره له دې چې بنیامین نتانیاهو او د هغه ملاتړو د ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی، خو د اسرائیل پراخو سیاسي حلقو د دې مسئلې په اړه محتاطانه چلند غوره کړی—په ځانګړي ډول راتلونکو پارلماني انتخاباتو ته په پام یې دا کار په مصلحت ګڼلی دی.
په پاریس کې د ژان ژورس بنسټ څېړونکی، دیوید خلفا، وایي: «د اسرائیل افراطي ښي اړخي په دې څرګندونو خورا خوښ دي، خو د پارلمان منځلاري غړي د دې طرحې د عملي کېدو په اړه شک لري.»
هغه د اسرائیلي اپوزیسیون مشر، یائیر لاپید، خبرو ته اشاره وکړه، چې ویلي یې دي اسرائیل باید خپله راتلونکې خپله وټاکي، نه دا چې د امریکا په پلانونو تکیه وکړي.
خلفا همداراز باور لري چې ټرمپ «تر هر څه لومړی، یو سوداګر دی» او دا طرحه یې د دې لپاره وړاندې کړې چې د سیمې د هېوادونو ملاتړ خپل کړي او د اسرائیل-فلسطین کړکېچ ته د حل یوه بله لار ومومي.
د بشردوست،متمدن،په علم سمبال او نارمل مشرانو ته مناسبه وه چي د پنځوس زرو مظلومو ماشومانو،ښځو او ملکی خلکو قاتلان او تر یو لک زیاتو مجروحینو او معیوبانو کوم چي غزه کی په ټول وحشت او درندګۍ سره قتل عام شول ،هغه هم هغه څوک چي ځمکه او کور یی غصب شوی او د نیمی پیړۍ نه زیاته ظلم او غصب جریان لری،داد رسی یی کړی وی ؛نو کوم عقل سلیم ،کوم انسانیت او کوم تمدن به اجازه ورکړی چي بیا هم کنډوالې غصب او وارثین یی وشړل شی ؟
آیا دا د بشر دوستی ،انسانیت او قانون سره خدا حافظی نده ،یا اوس دنیا متمدن ځنګل دی؟ هغه رښتیا ده چي؛خدای ج د خره ته ښکر نه ورکوی .
بیا نو بی علمه شیخان ، خاین ګاونډی او کرایی جنایتکاران څه ملامت دی ؟ کله چي ملکان دومره ناپوه ، ښکرور او بل هم أضل وی.
که حالات داسی روان وی
که دا سره امریکائیان وی
خیر به نه وینې بشره
تر څو سیورئ د شیطان وی
هم به ژاړی آسمانونه
هم به لوند د ارض ګریوان وی
امّا
د « تاریخ » تر ټولو ښکلئ او رښتینئ کتاب فقط همدا قرآن دی چیرته چی د فرعون له خولې را وتلې متکبرانه او ویرانوونکې سندره ئې داسی منعکس کړیدی:
” انا ربکم الاعلی “.