چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeخبرونهکرکټ؛ د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټیسټ لوبه سبا پیلېږي

کرکټ؛ د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټیسټ لوبه سبا پیلېږي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۵مه) د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ کرکټ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه د مرغومې یا جدي په ۶مه پیلېږي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زمبابوې سره د شل اوره او یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړې، چې دواړه یې ترې ګټلې دي.

ټېسټ لوبو ته اعلان شوې لوبډله:

حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه د مرستیال لوبډلمشر، دغه راز افسر ځاځی او اکرام علي خېل د ویکټ ساتونکو په توګه ځای لري؛ عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ د نوملړ برخه دي.

دغه راز ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب