چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeخبرونهد طالبانوحکومت؛ پر پکتیکا د پاکستاني الوتکو بمباري به بې ځوابه پرېنږدو

د طالبانوحکومت؛ پر پکتیکا د پاکستاني الوتکو بمباري به بې ځوابه پرېنږدو

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۵مه) ‏د پاکستان پوځ تیره شپه ناوخته د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوایي بمبارۍ کړي.
د طالبانو د حکومت ملي دفاع وزارت د دې برید د غندلو ترڅنگ وایي، چې په بمبارۍ کې عام خلک چې زیاتره یې وزیرستاني بیځایه شوي دي په نښه شوي.

سرچینې که څه هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده ویلي،خو زیاته کړې ده چې د ماشومانو په گډون یو شمیر ملکي کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو حکومت زیاتوي، چې دوی د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي او دغه کرغېړن عمل به بې ځوابه پرېنږدي.

سرچینې دغه بمباري وحشیانه عمل د ټولو نړېوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بللی او په کلکه یې غندلی دی.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت زیاته کړې، چې پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم پاکستاني الوتکو د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې سیمې هم بمبار کړې وې.

پاکستاني الوتکې داسې مهال پر افغان خاوره دا بمباري کوي کوي، چې تازه افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل کې له سراج الدین حقاني سره پرون سه شنبه په یوه ناسته کې دواړه لورو پرون د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

3 COMMENTS

  1. د څه ځواب به ورکړئ دا خو شلم ځل دی بمبار درباندې کوي او تاسو د شرم سترګې ټیټې نیولي. ته دومره نر یې چې ځواب ورکړې د افغانستان په تاریخ کې یواځې ستاسو په رژیم کې ښکاره بریدونه کوي.

  2. پوهيږو، له هوايي ځواکه خو پخوانيو اشرارو ارازلو خلاص کړي يوو، د عبدالاحد خان زوی شاهد است چې د پيلوټانو ترجماني يي کوله…
    خو دا واسکټيان مو کومي ورځي ته ساتلي؟ خو پرې وه درزوی اسلام برباد و لاهور…کنه هغه يوازي دافغانانو د وژلو دپاره ډيزاين شوي وو/دي

  3. تالبان خو په يوه کار کي ډير مخ په وړاندي دي د پاکستان ځواب خو په خرمرګي ور کولای شي په کوم کي چي تالب شل کاله په افغانستان کي ازمايلي. همدومره خرمرکي که تالبان په پاکستان کي وکړي پاکستان به را نسکور کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب