چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

سریزه

«د زرګونو خوبونو په لاره، موږ د حقیقت په تلاش کې یو.»

 ليکوال خپله خبره له دې ځايه پيلوي، چې موږ خپلې نوعې ته هومو سيپينز یانې هوښيار انسان وایو. په تېرو سل زرو کلونو کې زموږ ځواک ډېر شوی دی، خو ځواک د پوهې او هوښیاري په معنا نه دی. په دې سلو زرو کلونو کې موږ بې شمېره کشفونه، اختراعات او سوبې کړې دي، خو په دې ټولو سربېره هم موږ د ايکلوژيکي تباهي په غاړه ولاړ يو او سبب يې د خپل ځواک ناسمه کارونه ده. بله دا چې د داسې ټکنالوژيو په توليد مو لاس پورې کړی دی، چې زموږ له ګوتو کنټرول تروړلی، موږ خپل مريان کولی او حتی له منځه مو وړلی شي. بل خوا نړيوال کړکېچونه هم ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي‌، د ملتونو ترمنځ همکاري خنډنه شوې او ګڼو هېوادونو د درنو وسلو توليد ته مټې رانغښتې دي.

سره له دې چې موږ له خپله ځانه تر کایناتو پورې ډېر زيات معلومات ټول کړي دي، خو دې معلوماتو زموږ اساسي پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی: موږ څوک يو؟ ښه ژوند څرنګه وي او څرنګه يو ښه ژوند وکړو؟ معاصر انسان د ډبرپېر له انسان نه ډېر زيات معلومات لري، خو دی لا هم په دې نه توانېدلی چې خپل ځان وپېژني او په کائناتو کې په خپل نقش پوه شي.

ليکوال د یوې يوناني اسطورې او د ګويته د يوه نظم له مخې راته وايي، چې هېڅ کله دومره ځواک مه غواړئ، چې قابو کولی يې نه شئ. خو په دې اسطورو کې دا ځواب نه دی راکول شوی، چې موږ انسانان څه وکړو؟ په اسطورو کې د راغلو بربادیو د کنټرول لپاره خدايان يا کوډګر را بلل شوي دي، چې دا پخپله يو خطرناک پيغام دی او خپل مسووليتونه د خدای يا کوډګر په غاړه اچول را ښيي.

ليکوال ليکي، چې لوی خطر د بخار ماشين يا مصنوعي ځيرکتيا نه و، بلکې لوی خطر هغه مهال پېښ شو، چې انسان اديان ايجاد کړل. پيغمبرانو او دینپوهانو دې نړۍ ته داسې ارواوې را وغوښتې چې ټاکلې وه، مينه او خوشالي ورسره راشي، مګر هغو نړۍ د وينو په سیلابونو لاهو کړه.

ځواک د يوه فرد په هڅه لاسته نه راځي، بلکې لوی ځواک هغه مهال ترلاسه کېږي، چې يوه لويه ډله انسانان په خپلو کې يو بل ته لاس ورکړي. د همکارۍ لويې شبکې چې له يو بل سره تعاون شروع کړي، نو ستر ځواک ترې جوړېږي. په دې اساس زموږ ستونزه د شبکو ستونزه ده او که لا مشخص وغږېږو، نو د معلوماتو ستونزه ده.

شبکې د معلوماتو په سر له يو بل سره تړلې دي او سيپينز انسانانو د خدايانو، مصنوعي ځيرکتيا او داسې نورو پديدو په اړه د افسانو، اسطورو او کيسو شبکې ایجاد کړې او انسانان يې په لوی شمېر له يو بل سره وتړل. نازيزم او سټالینزم تر دې دمه تر ټولې سترې انسانې شبکې وې. لرې نه ده چې په يوويشتمه پېړۍ کې تر دې هم سترې شبکې رامنځته شي، چې ان د خپلو افسانو او دروغو د افشا کېدو مخنیوی به هم کولی شي.

د معلوماتو خام ليدلوری

لیکوال لیکي، چې ستونزه دا ده چې موږ د معلوماتو اصلي ماهيت نه پېژنو او دغه ټکي ته لیکوال «د معلوماتو خام ليدلوری» اصطلاح کاروي. دغه ليدلوری راته وايي، چې د ډېرو معلوماتو په ټولولو سره به موږ د درملو، فزيک، اقتصاد او ګڼ شمېر نورو څانګو په اړه پراخه پوهه ترلاسه کړو. یاد ليدلوری په دې دلالت کوي، چې معلومات موږ حقيقت ته رسوي او حقيقت په خپل وار سره په هوښيارۍ او ځواک پای مومي.

سره له دې چې په دې ليدلوري کې دا منل شوي، چې ممکن معلومات ځينې وختونه حقيقت ته ونه رسېږي او تېروتنې وکړي. خو انګېرنه دا ده، چې که چېرته معلومات زيات شي، نو تېروتنې به هم ورسره راکمې شي.

خو دا که خبره ومنو هم، نو بيا هم دا په دې معنا نه ده، چې له دې معلوماتو ترلاسه شوې وړتياوې به موږ په هوښيارۍ سره وکاروو. هوښيارتيا عموما دې ته ويل کېږي، چې سمې پرېکړې وشي. خو «سم» د بېلا بېلو خلکو، کلتورونو او ايډيالوژيو د ارزښتونو له مخې بېلا بېلې معناوې لري. مثلاً که يو ساينسپوه د يوه مرض درمل کشف کړي، خو دغه ساينسپوه متعصب انسان وي او ځينې توکمونه تر نورو ټيټ ګڼي، نو د دې امکان را ولاړېږي چې د همدې معلوماتو په اساس دی داسې واکسین توليد کړي، چې میلیونونه انسانان به پرې ووژلی شي. خو د دې په ځواب کې ويل کېږي، چې تعصب هم د ناسمو يا کمو معلوماتو له امله زېږي، که معلومات زيات شي، دغه ناوړه ارزښتونه هم ورسره کمېدلی شي. خو په ټوله کې دا ليدلوری په دې عقيده دی، چې معلومات ښه شی دی.

ورپسې ليکوال د بارک اوباما، مارک زوکربرګ او رې کرزويل له خولې د معلوماتو ارزښت او په ازاده او وړيا راکړه ورکړه یې د هغوی ټينګار بیانوي او دا راته وايي چې هغوی د معلوماتو ډېروالی د نړۍ ګڼو ستونزو ته حل لاره ویني. ليکوال مني چې د معلوماتو ډېروالي د ګڼو ستونزو په حل کې مرسته هم کړې ده او په مثال کې يې د زېږون په وخت کې د مړينو په شمېر کې د کمښت راتلل یاد کړی دی؛ چې اوسمهال دغه کچه دوه سلنه ده، خو په ۱۹۷۰ کلونو کې پنځوس سلنه وه.

خو لیکوال وايي، چې په دې ټول داستان کې د تابلو يوې برخې ته کتل شوي دي. په اوسني عصر کې د معلوماتو د تولید سرعت او کچه په بې سارې ډول چټکه شوې او اوسمهال په يوه عادي ځيرک ټليفون کې د سکندريې تر کتابتونه هم ډېر معلومات خوندي دي او کاروونکی يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له بيليونونو انسانانو سره اړيکه ټينګولی شي. نو په دغو معلوماتو سره چې د برېښنا په سرعت جريان لري، انسانان له منځه تلو ته تر پخوا ډېر نږدې شوي دي.

ايا ډېر معلومات هر څه بهتر کوي، که يې لا په بد وضعیت اړوي؟ لیکوال د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې د معلوماتو په ډېروالي سربېره موږ چاپېريال ته زيان رسوو، سيندونه او بحرونه ککړوو او داسې نور.

تر دې وروسته لیکوال د معلوماتو د ټولولو په لوبه کې په مصنوعي ځیرکتیا خبرې کوي. دی لیکي، چې لوی شمېر شرکتونه او دولتونه اوسمهال د مصنوعي ځيرکتيا په توليد کې له يو بل سره په رقابت کې دي. د امريکا مشهور سوداګر مارک انډريسن په دې باور دی، چې مصنوعي ځيرکتيا به بلاخره د بشر ټولې ستونزې هوارې کړي.

مګر بلې خواته نه يوازې فيلسوفان او ټولنپوهان، بلکې د مصنوعي ځيرکتيا کارپوهان او څېړونکي هم په دې باور دي، چې مصنوعي ځيرکتيا زموږ تمدن له تباهي سره مخ کولی شي.

دغه ډله، خلکو ته د هاليووډ سينما په څېر د مصنوعي ځيرکتيا تياره ليدلوری نه ورکوي، چې په کوڅو کې به روبوټونه ګرځي او په انسانانو به ډزې کوي. بلکې دوو مهمو ټکو ته اشاره کوي:

يو، مصنوعي ځيرکتيا د اوسنيو بشري شخړو واک په خپل لاس کې اخيستلی شي او انسانان په خپلو کې سره وېشلی شي. دوه، مصنوعي ځيرکتيا به يوازې يوه ډله انسانان له بلې ډلې بېل نه کړي، بلکې انسانان او د مصنوعي ځيرکتيا نوي واکداران به ترمنځ ووېشي. دا به هېڅ توپیر نه کوي، چې موږ چېرته یو، څه کوو. د الګوریتمونو یوه پراخه شبکه به زموږ په تعقیب کې وي، زموږ سیاست او کلچر ته به نوی جوړښت ورکوي او زموږ جسم او ذهن ته به نوی ساخت وربښي. راتلونکي کې خطر بشر نه دی، بلکې غیر بشري ځیرکتیا تر ټولو لوی خطر دی.

هر انسان د مصنوعي ځیرکتیا کارپوه نه شي کېدلی. خو په دې باید پوه شو، چې مصنوعي ځیرکتیا په تاریخ کې یوازینۍ ټکنالوژي ده چې د انسانانو لپاره پرېکړې کولی شي او په خپل سر نوي نظریات پنځولی شي. د پخوانیو اختراعاتو د استعمال واک او پرېکړه د بشر په لاس کې وه، خو مصنوعي ځیرکتیا په خپلو پرېکړو کې هم خپلواکه ده.

پخواني وسایل تولیدوونکي نه و، مصنوعي ځیرکتیا تولیدوونکی ځواک هم لري. ګراموفون به موسیقي غږوله، خو نوې موسیقي یې نه شوی پنځولی. مایکروسکوپ د حجراتو رازونه را وتوشپل، خو نوي درمل يې نه شوی جوړولی. مصنوعي ځیرکتیا له دوا تر هنرونو هر څه پنځولی شي. دمګړۍ هم مصنوعي ځیرکتیا زموږ له ګوتو د ژوند ډېرې زیاتې پرېکړې تروړلې دي. آیا موږ پر مصنوعي ځیرکتیا دا باور کولی شو چې هوښیارې پرېکړې به وکړي او دا نړۍ به له اوسني حاله بهتره کړي؟

معلومات د وسلې په توګه

په دې ځای کې لیکوال د خپل تېر کتاب «هومو ډیویس» په حواله لیکي، چې د تاریخ واقعي اتل معلومات و. حیوانات، دولتونه او بازارونه ټولې هغه معلوماتي شبکې دي چې له چاپېریاله معلومات اخلي، پرېکړې کوي او بېرته ډیټا خپروي. په دې کتاب کې خبرداری ورکول شوی و، چې موږ په دې تمه یو، چې معلومات به زموږ ژوند بهتر کړي، خو دا احتمال یې شته چې واک زموږ له ګوتو واخلي او زموږ فزیکي او ذهني روغتیا ویجاړه کړي.

هغه څه چې په ۲۰۱۶ کې یوازې ساینسي افسانې ښکارېدل، اوس زموږ د سترګو په مخکې پېښېږي او د ۲۰۲۴ په واقعیتونو بدل شوي، مثلاً هنر پنځونه، د بشر شبیه سازي، زموږ حیاتي پرېکړې پخپله کول او زموږ په هکله تر موږ هم ډېره پوهه درلودل.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې ګڼ نور شیان هم بدل شوي. ایکولوژیک بحران شدت موندلی، نړیوال کړکېښونه توند شوي او پاپولیستې څپې ګڼو منسجمو ډیموکراسیو ته ګواښ پېښ کړی. پاپولیزم معلوماتو ته د وسلې په سترګه په ګوري او د پاپولیستي نظریې پلویان په دې اند دي، چې بیوروکراتانو، قاضیانو، ډاکټرانو، خبریالانو یا علمي حلقو ته حقیقت هېڅ ارزښت نه لري، دوی یوازې پر خلکو واک ترلاسه کول غواړي.

د معلوماتو پاپولیست لیدلوری

پاپولیزم په خپله افراطي بڼه کې وايي، چې په دنیا کې عیني حقیقت اصلاً وجود نه لري او هر څوک ځانته «خپل حقیقت» لري، چې د سیالانو د ځپلو لپاره استفاده ورنه کوي. په دې نړۍ لید کې، واک یوازینی واقعیت دی او د همدې نظریې له مخې په امریکا کې د ټرمپ په څېر سیاستوال او QAnon په څېر خوځښتونه را پیدا شول. خو دا پدیده ډېره نوې نه ده، پخوا هم وه. لیکوال لیکي، چې هر چېرته چې د پاپولیزم نظریات وده کوي، هلته ژبه هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي او په ژبه کې د فکټ په څېر اسمونه او د دقیق او واقعي غوندې صفتونه بې معنا کېږي. دلته چې څوک د حقیقت خبره وکړي، نو «د چا» په پوښتنه پورې تړل کېږي، یانې د چا حقیقت؟ او د چا واقعیت؟

د پاپولیستي نظریې ریښه د چپي مفکورې مؤجد کارل مارکس ته رسېږي، چې واک یې یوازینی حقیقت او معلومات یې وسله بلل او د ده په باور هغه طبقه چې حقیقت او انصاف ته د خدمت ادعا کوي، یوازې د یوې محدودې طبقې لپاره د امتیازاتو په لټه کې دي. د مارکس تاریخي نظریه دا وايي، چې د انسانانو هره اړیکه د ظالم او مظلوم ترمنځ د واک د ترلاسي لپاره کشمکش دی. نو کله چې څوک یوه خبره کوي، نو پوښتنه دا نه ده، چې څه ویل شوي؟ یا آیا رښتیا دي؟ بلکې پوښتنه به دا وي، چې څوک يې وايي او د چا ګټې پکې خوندي دي؟

ډېره ممکنه نه ده، چې د ټرمپ او بولسونارو په څېر سیاستوالو دې د مارکس مانیفسټو لوستې وي او په خپلو ګڼو پالیسیو کې مارکس ضد سیاستونه هم لري، خو د ټولنې او معلوماتو په تړاو د دوی لیدلوری په ډېرې حیرانتیا سره مارکسیستي لیدلوری دی.

خو که واک یوازینی واقعیت وي او معلومات فقط یوه وسله وي، نو په دې متن کې پاپولیست خلک چېرته ولاړ دي؟ آیا هغوی هم له واک سره دلچسپي لري، او که دوی هم دروغ راته وايي؟ له دغې معما نه د وتلو لپاره پاپولیستان دوه لارې نیسي. یوه ډله يې د ساینس د معاصرو ایډیالونو پلوې ده او خلکو ته وايي چې تاسو هېڅ کله په علمي او اکاډمیکو مؤسساتو باور مه کوئ، بلکې پخپله تحقیق وکړئ او یوازې پر هغه څه باور ولرئ، چې تاسو په خپلو سترګو لیدلي وي. خو پوښتنه دا ده چې د روغتیايي ستونزو او ایکولوژیکو مسایلو لپاره لویې ډلې او لویه سازماندهي پکار ده؟ آیا یو انسان ځانله دا کار کولی شي؟ یوازې په خپل حقیقت باور کول، علمي او ساینسي برېښي، مګر په عمل کې دا خبره په دې دلالت کوي، چې عیني حقیقت اصلاً وجود نه لري.

بله بدیله حل لاره يې دا ده چې د حقیقت د موندلو لپاره له عصري ساینسي ایډیالونو تېر شو او په الهامي کتابونو او تصوف باندې تکیه وکړو. پاپولیستان په دې باور دي، چې هغه څه چې تاسو يې په نیویارک ټایمز یا ساینس جرنال کې لولئ، د واک د ترلاسي لپاره د لوړې طبقې یوه لومه ده، خو هغه څه چې تاسو يې په بایبل، قرآن یا ویدا کې لولئ، مطلق حقیقت دی.

د دې نظریې یوه بڼه په خلکو غږ کوي، چې خپل ټول اعتقاد په کارازماتیکو شخصیتونو لکه ټرمپ او بولسونارو ولرئ، چې خپل ملاتړي ورته د پیغمبر په سترګه ګوري او یا يې له خلکو سره یو روحي تړون محسوسوي. عجیبه دا ده چې پاپولیستان په ممتازه طبقه کې د واک لپاره خطرناکه لوږه ویني، خو په اخر کې دوی هم ټول واک یوه شخص ته په لاس کې ورکړي.

د کتاب په اړه

د کتاب په اوله برخه کې د بشر د معلوماتي شبکو تاریخي تکامل څېړل شوی دی. دلته د معلوماتي ټکنالوژیو په اړه پېړۍ په پېړۍ هر اړخیزې خبرې نه دي شوې، بلکې یوازې د یو څو بېلګو په مطالعې سره دا ښودل شوي، چې هر کله چې د معلوماتي شبکو لپاره هلې ځلې شوې دي، نو په هر عصر کې خلک له ربړو سره مخ شوي دي. زموږ زیاتره سیاسي لانجې په یو نه یو ډول د معلوماتي شبکو د مخالفو ډولونو ترمنځ د کشمکش له امله پیدا شوې دي. په لومړنۍ برخه کې د معلوماتي شبکو دوه اساسي ستنې څېړل شوې دي: بیوروکراسي او میتولوژي.

دویم او دریم څپرکي دا راته وايي چې معلوماتي شبکې له قدیمو سلطنتونو تر معاصرو دولتونو پورې په اسطوره پنځوونکو او بیوروکراتانو ولاړې وې. مثلاً د کلیسا لپاره د بایبل کیسو اساسي ارزښت درلوده، خو که د کلیسا بیوروکراتانو دغه کیسې اختراع، تحریف او خپرې کړې نه وای، نو هېڅ بایبل به منځته نه و راغلی.

څلورم څپرکی په غلطو معلوماتو را څرخېږي او د ځان سمونې د میکانیزمونو لکه خپلواکو محکمو یا علمي جرنالونو په ګټو او زیانونو خبرې کوي. دغه څپرکی د دوه ډوله مؤسسو ترمنځ توپیر راته ښيي. یو هغه مؤسسې چې په کمزورو ځان سموونکو میکانیزمونو یې تکیه وکړه، لکه کاتولیکه کلیسا؛ او بل هغه چې د ځان سمونې قوي میکانیزمونه يې ایجاد کړل لکه ساینسي علوم.

پنځم څپرکی په یوه بل توپیر یا وېش هم راته غږېږي – توزیعي شبکې او متمرکزې معلوماتي شبکې. جمهوري سیسټمونه د دې اجازه ورکوي چې معلومات په وړیا ډول له ګڼو خپلواکو کانالونو خپاره شي. خو په ټولواکو سیسټمونو کې معلومات په واحد مرکز کې متمرکز وي. د کتاب دغه برخه د نن ورځې په پرمختګونو او د راتلونکي په سیناریوګانو باندې د پوهېدو لپاره ډېر زیات اړین دی. لیکوال لیکي، چې تاریخ د ماضي مطالعه نه ده، د بدلون مطالعه ده. تاریخ راته وايي چې څه شی په خپل حال پاتې کېږي، څه بدلېږي او په څه ډول بدلون مومي؟

د کتاب په دوهمه برخه «غیر عضوي شبکو» کې پر هغو نوو معلوماتي شبکو رڼا اچول شوې، چې دمګړۍ د تولید په حال کې دي او د مصنوعي ځیرکتیا پر سیاسي اغېزو خبرې کوي. شپږم او اتم څپرکی دا راته تشریح کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا په څه ډول له پخوانیو معلوماتي ټکنالوژیو مختلفه ده او د ښه وضاحت لپاره يې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تازه پېښې هم ذکر کړې دي.

دوهمه برخه په دې بحث کوي، چې موږ د معلوماتي شبکو بیخي یو نوی ډول پنځوو، بې له دې چې څو شېبې تم شو او د اغېزو په اړه يې غور وکړو. دغه برخه له عضوي معلوماتي شبکو څخه غیرعضوي معلوماتي شبکو ته پر اوښتو خبرې کوي.

د کتاب دریمه او وروستۍ برخه «کمپیوټري سیاست» دا څېړي چې بېلا بېلې ټولنې د غیرعضوي معلوماتي شبکو له ژمنو او ګواښونو سره په څه ډول تعامل کولی شي او نهم څپرکی دا را سپړي، چې ډیموکراسۍ په څه ډول له غیرعضوي شبکو سره مخته تللی شي؟

په لسم څپرکي کې په ټولواکۍ باندې د غیرعضوي شبکو احتمالي اغېزې څېړل شوې. سره له دې چې دیکتاتوران به د عامه بحثونو په ختمېدو خوشاله وي، خو دوی هم له مصنوعي ځیرکتیا خپلې وېرې لري. مطلقه دولتونه د خپلو استازو په وېرولو او سانسور کولو ولاړ وي. خو انساني دیکتاتور به مصنوعي ځیرکتیا څرنګه وترهوي، نه لیدونکي پروسې به يې څرنګه سانسور کړي او یا په خپل لاس کې د واک له اخیستو به یې څرنګه منع کړي؟

بلاخره په یوولسم څپرکي کې په دې خبرې شوې چې نوې معلوماتي شبکې په څه ډول په نړیواله کچه د ډیموکراتیکو او ټولواکو ټولنو ترمنځ پر تعادل اغېز ښندلی شي. آیا مصنوعي ځیرکتیا به ټول تعادل یوې خواته کوږ کړي؟ آیا نړۍ به په دښمنو بلاکونو تقسیم شي، چې دغه رقابت به مو د بې واګو مصنوعي ځیرکتیا لپاره په یوه اسانه ښکار بدل کړي؟

خو مخکې له دې چې د ماضي، اوسمهال او راتلونکي معلوماتي شبکې وڅېړو، لومړی باید یوې ساده پوښتنې ته ځواب ولټوو، چې معلومات اصلاً څه شی دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب