پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لانجمن غړي عبدالحمید خراساني د ځان په اړه خپاره شوي...

د طالبانو لانجمن غړي عبدالحمید خراساني د ځان په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) د طالبانو په حکومت کې د پنجشیر ولایت پخوانپ امنیه قوماندان او د بدري قطعې قوماندان عبدالحمید خراساني هغه راپور او پروپاګند وباله چې کني نوموړی نیول شوی دی.

ده ویلي چې هیڅ جرم یې نه دی کړی، او «د سیسټم او وروڼو» تر منځ غلط فهمي راپورته کیږی.

له تېرو دوو ورځو راهیسې داسې راپورونه خپاره شوي چې خراساني نیول شوی او ملګري یې بې وسلې شوي دي.

ده رسنیو ته ویلي و:«په کابل کې د طالبانو نظامي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ لومړی هغه احضار او وروسته بیا کلا بند کړ.»
د نوموړي همداراز ویلي و چې طالبانو د ده ټول کسان بې وسلې کړي او دی یې د نظامي کمیسیون په دفتر کې نیولی دی.»

ویل کېږي چې نوموړي په خپله ځینو رسنیو ته د نیول کېدو اود ملګرو د بې وسلې کېدو ویلي دي. خو خراساني د پخوا په شان له خپلو خبرو په شا شوی دی. ده په ځلونو د طالبانو پر حکومت توندې نیوکې کړي او وروسته یې خپلې خبرې بېرته اخیستي دي.

هغه په یوه صوتي پیغام کې چې بیلابیلو رسنیو ته یې استولی، ویلي چې منافقانو د هغه له اکاونټ څخه په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات کړي دي، چې دا د منافقانو کار دی، او هغه یې ردوی.

خراساني په مکرر ډول وویل چې اسلامي امارت یو نظام دی، د هر چا کور دی، او هغه له کومې ستونزې سره مخامخ نه دی، مګر په نظام کې غلط فهمي راپورته کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب