دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد جرمني صدراعظم د ۲۸ افغانانو د ایستلو دفاع وکړه

د جرمني صدراعظم د ۲۸ افغانانو د ایستلو دفاع وکړه

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) له جرمني څخه ۲۸ تنه افغانان یوه اوونۍ وروسته له هغه وایستل شول چې په زولینګن ښار کې د چړې په وسیله په وژونکي برید کې درې تنه ووژل.

د جرمنی صدراعظم اولاف شولڅ افغانستان ته د ۲۸ افغان اتباعو بیرته استول د دې ښکاره نښه وبلله چې بهرني جنایتکاران په دې هیواد کې خوندي نه دي.

د جمعې په ورځ د جرمني د حکومت یوه ویاند پرته له دې چې جزئیات وړاندې کړي، اعلان وکړ چې ۲۸ افغان اتباع، چې ټول یې “محکوم شوي جنایتکاران” وو، د جرمني له خاورې څخه ایستل شوي او افغانستان ته سپارل شوي دي.

ښاغلي شولڅ وویل:«موږ بې له دې چې په اړه یې زیات وږغېږو، دا کار په خورا احتیاط سره ترسره کړ.اساساً دا ډول پروژې یوازې هغه وخت بریالۍ کیدی شي چې له ډیرو هڅو، دقت او احتیاط سره اراده هم وي.»

د جرمني صدراعظم له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې په دې پروژه کې ښکیل دي او ټینګار یې وکړ چې د جرمني له خاورې څخه د بهرنیو جنایتکارانو ایستل به دوام ومومي.

د جرمني حکومت دا افغانان په داسي حال کې وایستل چې سبا (یکشنبه) په دغه هیواد کې مهم انتخابات دي. د انتخاباتو په درشل کې د ۲۸ افغانانو ایستل د ښاغلي شولڅ له ګوند سره ممکن په انتخاباتو کې مرسته وکړي.

دا په افغانستان کې د طالبانو له دوهم ځل واک ته رسیدو وروسته لومړی ځل دی چې جرمني افغان اتباع له خپلې خاورې باسي. که څه هم جرمني له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو د ارتباطي چاینلونو له لارې یې دا چاره تنظیم کړه.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسی فایزر هم د ۲۸ افغان اتباعو د ایستلو دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا جرمني ته د امنیتي ستونزو له کبله وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب