چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهله مخالفانو د ملا حسن غوښتنه؛ د خدای لپاره زموږ مخالفت بس...

له مخالفانو د ملا حسن غوښتنه؛ د خدای لپاره زموږ مخالفت بس کړئ

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند له خپلو مخالفانو غوښتي، چې د خدای د رضا او افغان ملت لپاره دې د دوی له مخالفته لاس واخلي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د هغه د څرګندونو په تړاو لیکلي: « ملا محمدحسن آخند د خپلو خبرو په پای کې، د هېواد په دننه او بهر کې پر مخالفینو غږ کړی چې د خدای تعالی د رضا او افغان ملت په خاطر د اسلامي نظام له مخالفت لاس واخلي او له عمومي عفوې څخه په استفاده دې له خپلو ورونو سره یوځای شي او آرام ژوند دې غوره کړي.»

دا ښایي لومړی ځل وي چې د طالبانو رئیس الوزرا په هېواد کې دننه هم د دوی د رژیم د مخالفانو موجودیت تایید کړی، خو ورسره د یو ځای کېدو لپاره یې وړاندې شوی دلیل د یو شمېر منتقدانو نیوکو سره مخ شوی.

منتقدانو ویلي، چې طالبانو خپله تر بیا واکمنیدو مخکې نه د خدای او نه ملت رضا ته کتل، خلک یې وژل او خونړۍ جګړه یې کوله، خو نن د خدای د رضا په نوم خلک دوی سره یو ځای کېدو ته را بولي.

د طالبانو رئیس الوزرا نن د اختر لمانځه پر مهال له طالبانو غوښتي، چې خلکو سره په ادب او درناوي چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې خلکو سره د طالبانو د افراطي چلند پرله پسې دوام او نه نرمښت له پراخو نیوکو سره مخ شوی.

د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر اشرف غني اوړمه ورځ په خپل اختریز پيغام کې طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې د ده په وینا خلک په غاښ غوټې پرانیستو او پر ضد یې ولاړیدو ته مجبور نه کړي.

2 COMMENTS

  1. د پنجاب مزدوره غلامه ملیشه دی طالبانو په نامه خپله تر بیا واکمنیدو وړاندې نه د الله ج او نه هم ملت رضا ته کتل، خلک یې وژل او خونړۍ جګړه یې کوله، خو نن د الله ج د رضا په نوم خلک دوی سره
    یو ځای کېدو ته را بولي. دا هیبتې ځناور د خرو سره دی تړلو لیاقت نلرئ.

  2. ملا حسن جانه زما عمر تېر او د ۸۴ کالو عمر کې مې اول وار دی چه مې ؤلید چه تاسې طالبان پر ښځو ظلم کاؤ له وهل او تکل سره، ښځې د الله و تعالی په دربار کې یو خاص منزلت لري چه الله و تعالی د پیدایښت او بقا وظیفه یې ښځو ته سپارلی دی! ته او تاسې زه او ګرده زیروح په کایناتو کې له ښځو نه پیدا ښوي یؤ ! نو ټوله ښځینه د مور او نجونې هم د میندو کېدلو صفت لري او نجونې او میندې چه له یوؤ ذات څخه دي لکه ستاسو میندو غوندې نو د درناویو حق لري او نه د ظلم او وهل! که غواړئ چه خلک او نړۍ تاسو ته په درنه سترګو وویني او مرستو ته حاضر شي نو د ښځو احترام وکړئ او د نجونو مکتبونه هم خلاص کړئ! چه ټول خلک او نړۍ تاسو ته حیران احترام ولري! هره ښځه او هره نجلۍ د مور کېدو مقام او منزلت لري او تاسې هم له نجونو چه وروسته ستاسو د مقدسې میندې ګرځېدلي دي نو په لحاظ د خپلو مقدسو میندو د رضایت او احترام له پاره پر ښځو ظلم بس کړئ او د وروسته میندو له پاره چه نن ستاسو او ځما او ټوله زیروح نجونې دي، د دغو د احترام او د خپلو د مقدسو میندو د احترام او رضایت له پاره د نجونو مکتبونه خلاص خلاص کړئ او پرېږدئ چه دوی زدهکړې وکړي او د وطن د ننني پوهې منزلت لوړ کړي! هو او که تاسې طالبان له کومو پخوا نجونو او ورسته له خپلو مقدسو میندو نه، نه یاست پیدا شوي نو زه په دې نه پوېږم چه تاسو ته څه ووایم! مهرباني وکړۍ د خپلو د نجونو او خپلو مقدسو میندو په لحاظ د نجونو مکتبونه او د زده کړو ځایونه خلاص کړئ چه په نړۍ کې د احترام او درناویو وړ ؤګرځئ!او د خلکو او نړیوالو خولې بندې کړئ! او په لحاظ د الله و تعالی د خوښي له پاره! او هو که تاسې د خپلو مقدسو میندو څخه نه یاست پیدا شوي نو زه څ نشم ویلی! ګلونه او درناویو سره خو په شرط!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب