چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ویسټ انډیز د سیالۍ په درشل کې نیوزیلنډ پاپوانیوګینې...

د افغانستان او ویسټ انډیز د سیالۍ په درشل کې نیوزیلنډ پاپوانیوګینې مات کړ

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان او ویسټ انډیز د مسابقې په درشل کې د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په لړ کې د نن (دوشنبې) په وروستۍ مسابقه کې نیوزیلنډ په ۷ ویکټونو او ۴۶ اضافي توپونو پاپوانیوګینې ته ماته ورکړه.

دواړه ټیمونه بل پړاو ته له وتلو پاته شوي او دا یې وروستۍ مسابقه وه.

تر دې مخکې اسټرالیا وتوانېد سکاټلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړي، له دې سره انګلنډ ته لاره هواره شوه چې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

تر دې مخکې د نړیوال شل اوره جام ۳۴مه سیالي تېره شپه د انګلنډ او نامیبیا ترمنځ  وشوه چې د ۴۱ منډو په توپیر انګلنډ وګټله.

که څه هم دا سیالي د ورښت له امله تر ډېره ځنډېدلې وه، خو تر ورښت وروسته د لسوـ لسو اورونو سیالي ترسره شوه.

انګلنډ په لسو اورونو کې د ۵ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۲۲ منډې وکړې.

د نامیبیا لوبډلې بیا په لسو اورونو کې یوازې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو ۸۴ منډې یې وکړې.

نن ماښام د کابل پر وخت ۷ بجې پاکستان له ایرلنډ سره مسابقه کوي. د پاکستان ګټل کومه ګټه نه لري، ځکه دغه هېواد په روان جام کې له مخکې تګ پاتې شوی او د اتو غوره لوبډلو پړاو ته نه شي وتلی.

 سبا سهار څلور بجې بیا د نیپال او بنګله دېش مسابقه ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سهار په ۵ بجې د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلې مخامخ شي.

دواړو ټیمونو تېرې ۳ سیالۍ ګټلي دي. د دې مسابقې ګټل او بایلل ګټه او تاوان د دې لپاره نه لري چې دواړه تیمونه بل پړاو ته رسیدلي او په بل پړاو کې یې سیالې لوبډلې معلومې شوې دي.

افغانستان په بل پړاو کې له خورا غښتلو لوبډلو لکه هند او استرالیا سره مخامخ دی.

ټاکل شوې ده چې افغانستاند جون په شلمه له هند سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب