شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو تر ۴ زره ډېر افغانان خوشي شوي

د پاکستان له زندانونو تر ۴ زره ډېر افغانان خوشي شوي

تاند (یکشنبه، د حوت ۶ مه) په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګري وايي چې تېر کال د پاکستان له زندانونو څخه تر ۴ زره ډېر افغانان راخوشي شوي دي.

افغان قونسل عبدالجبار تخاري وویل چې د نورو بندیانو د خلاصون لپاره هم هڅې روانې دي.

د ښاغلي تخاري په وینا د سند ایالت په محبسونو کې ۲۰۰ افغان بندیان پاته دي چې د خوشي کېدو هلې ځلې یې دوام لري او تمه لري چې ژر به خوشي شي.

ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او له دې هیواده د افغانانو د ایستلو بهیر نسبتاً ټکنی شوی دی.

پاکستان د تېر کال د اکتوبر له میاشتې څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته زور ورکړ او په څو میاشتو کې یې نیم میلیون افغانان وایستل.

له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره راایستل شوي افغان کډوال وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ځورولي او پیسې یې ورڅخه اخیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب