شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ډیورنډ کرښې قضیه کې له پاکستان څخه د امریکا ملاتړ او...

د ډیورنډ کرښې قضیه کې له پاکستان څخه د امریکا ملاتړ او د طالبانو غبرګون

تاند (پنجشنبه، د حوت ۳ مه) د ډیورنډ کرښې پر سر د طالبانو د رژیم او پاکستان د وروستیو ناندریو په ترڅ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر په ضمني ډول د پاکستان ملاتړ کړی

نوموړي ویلي چې واشنګټن د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د دواړو هېوادونو له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر وویل: « موږ د پولو په تړاو د نړۍوال چوکاټ په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو.»

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ډېورنډ فرضي کرښې په تړاو پرېکړه یوازې د کرښې د دواړو خواو ولسونو پورې اړونده ګني.

 هغه وايي:: «امریکا په دې برخه کې نه لاسوهنه لري او نه دا د امریکا پورې اړه لري، دا مساله د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو ده.»

څه موده مخکې د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ مدعي شو، چې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ده.

د هغه په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، چې دوی به ډیورنډ کرښه هیڅکله ونه مني او هغه ورځ به راشي چې دا کرښه پاکستان د بنګله دېش په شان بیا له سره ووېشي.

2 COMMENTS

  1. د امریکا حکومت او په تیره بیا د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د خلکو دیموکراسی، بشری حقوق او غیر منطقی پریکړو ته سخته صدمه رسولی ده. حتی په نړی واله سطحه یی د امریکا تاریخ ته لوی زیان ورسولو. دا د شرم وړ خبره ده چه امریکا د ۳۰۰۰۰ څخه زیاتو بی ګناه فلسطینیانو قتل عام ګوری او هم پکي شریکه ده، مګر دغه قتل عام ته دوی بیا هم دیموکراسی وای. او هم د اسرایلو حکومت په رسمیت پیژنی او مساحت او حدودات یی ورځ په ورځ پراخول غواړی.
    دا چه اوس د امریکا د بهرنیو چارو چارواکی د پنجابیستان د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ کوی، دا د دغو چارواکو بله ناپوهی ده چه د امریکا تاریخ او خلک شرموی. لمړی خو داده چه په نړی کی د ۲۰۰ څخه زیات هیوادونه دی، آیا همدا یو ته (امریکا) پکی سرزوره یی چه بی پوښتنی د هر ملک په چارو کی غرض لري؟
    افغانان (لر اوبر پښتانه) به نه پنجابیانو ته او نه به امریکایانو ته اجازه ورکړی، چه د خپلی خوښی هیواد په چارو او پولو کی یی مداخله وکړی. هر څه به په خپل وخت سره سم شی. زمونږ د ژوند ځای او د مړو ځای څوک په آغزن سیم یا ګنډه تار نشی بیلولای.

  2. امريكا د بشریت دښمنه د لعنتي سیهونیستي یهودو ځاله ده. دریغا سي خبیثو اشراري مجاهلینو د غولبویدین په ګډون ورته کتابي وروڼه ویل.تر ننه هم د غولبویدین له خولې به د تورغري پنجابي د یهود لعنتي د ورور غیبت او بده خبره وانه اورې. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب