شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ډیورنډ کرښې د اغزن تار د پرې کولو په اړه د...

د ډیورنډ کرښې د اغزن تار د پرې کولو په اړه د محمود خان اڅکزي خبرداری

تاند (پنجشنبه، د حوت ۳ مه) د پښتونخوا ملي ‏عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي که د پاکستان حکومت د چمن د احتجاج کوونکو غوښتنې نه مني نو د سيمې د خلکو له لښکر سره به د ډېورنډ په ‏کرښه لګيدلي اغزن ته تار ته اول هغه لاس ور اچوي او بيا چې د پاکستان حکومت ورته کومه سزا ورکوي هغه تیار دی. ‏

اڅکزي پرون په چمن پرلت کې دا څرګندونې کړي.

 هغه زیاته کړه: “زه د کلې اډه کهول وسيدونکې يم زما هديره د تار پر ابله خوا پاته شوې ده او ته به وماته وایې چې پر پاسپورټ به ځې”، هغه وویل څوک هم ‏دغه پرېکړې منلو ته تیار نه دی.‏

دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچستان د سیمه ییز حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي پر سپین بولدک- چمن لارې د تګ راتګ کوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط د عملي کیدو ټینګار کړی.

پاکستان له څو میاشتو راهیسې د چمن او بولدک پر لاره د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پر اوسیدونکو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړل، چې توندو مخالفتونو سره مخ شو.

په دې لړ کې پښتنو ملتپالو له څو میاشتو راهیسې اعتراضي پرلت پيل کړی، چې لا هم دوام لري، خو کومه محسوسه پایله یې نه ترسترګو کیږي.

5 COMMENTS

  1. محمود خانه خدای دې وکړي چې دا ځل صادق یې کنه تاسو خو ټول عمر دواړو دولتونو نه پیسې شکولي او د خپل مفاد لپاره مو ددواړو سره کار کړی. داسې نه چې دا هم د ای اس ای پلان عملي کول وي چې ستا هدیره هم په پاکستان کې شامله کړي او لږ نور هم مخکې ورتیر شي. شک دلته دی چې دا کلونه پاکستان مخکې تیریده او د افغانستان خاوره یې لاندې کوله تاسو ولې غږ نه کاوه؟

  2. الله ج دیی مونږ ټولو پښتنو ته توفیق راکړی چه د اتفاق او اتحاد لاری ته مو سوق او وګرځوی. کله مو کوزه خوا کی نسل کوشی روانه وی او کله مو بره خوا کی نسل کوشی روانه وی.

  3. د غربي اروپا لاس په افغانستان کې له ۳۲۰۰ کاله راهیسې!

    په دې چار چاپېر چه اوس افغانستان نومېږي له ۳۲۰۰ کلونو نه راهیسې د غربي اروپا لاس ګډ سره وینې توېدلي دي او تویېږي، هغه محال د نني افغانستان په بدخشان چه چینایي کلمه ده وروسته له دې چه مصر او بین النهرین یعنی ننی عراق او ایرا فتح شول تر بدخشانه او په بدخشان که د قلعی معدن اول وارې ومیندل شو چه پوه شول چه قلعی سره خپل وسلې روشانه ، سپین یا صیقلي کړي چه د مسو دوره خلاصېږي او د صیقل جهاني دوره شروع کېږي او دوی نور بېڅاري معادن ؤمیندل خو وسایل ورسره نه ؤ چه یې وباسي خو سترګو لاندې یې ونیول او تر اوسه! د کوکچې سیند پر یو بې څاری د طلا پر معدن تېرېږي، دا لاندې کتاب او دې غوندې نور غربي تحقیقاتي کتابونه سره د اسکندر خبیث د مقدونیانو نوم لاندې د غربي اروپا تاریخ ووایاست، له خوبه بېدار شئ، بیا به پوه شی چه دا تاجکان او ازبک و عرب او نور ولې ځانونه یې افغانستان کې چه په اصل یوازې د پښتنو تر اتکه او په شمال کې د هزارګانو وطن دی او دا نور دلته څه غواړي، دا نور ځانونو ته خپل «ستان» لري!!!1177 B. C. +The alexander imperium

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب