شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان په وارداتي برېښنا کې موقتي کمښت

د ازبکستان په وارداتي برېښنا کې موقتي کمښت

تاند ( سې شنبه، د کب یا حوت اوله) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د پرې کېدو او کمېدو له امله شکایتونه شوي.

له دې سره هم مهاله، د افغانستان د برېښنا شرکت اعلان کړی چې له ازبیکستانه د افغانستان وارداتي برېښنا به په دغه هېواد کې د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د برېښنا شرکت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کابل، خلم او خنجان د سب‌سټېشنونو سربېره د دغې ستونزې په لړ کې به د سمنګان، پروان، کاپيسا، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شي.

یاد شوي شرکت د دغې ستونزې د حل لپاره د هڅو خبر ورکړی، خو نه یې دي ویلي چې کله به یې حل او برېښنا به عادي حالت ته ستنه کړي.

افغانستان سره له دې، چې د برېښنا د تولید لپاره د اوبو پراخې زېرمې لري؛ لا هم له ګاونډیو هېوادونو په وارداتي برېښنا چلیږي.

د افغانستان اوسني طالب چارواکي، پر پرځېدلي جمهوري نظام له دې امله سختې نیوکې لري چې ګواکې د برېښنا او نورو مهمو اړتیاوو له پلوه یې افغانستان پر ځان بسیا نه کړ؛ خو خلک نیوکه لري چې دوی هم په دې برخه کې جدي نه دي او لږ ترلږه د برېښنا په څېر ادارو ته یې هم د مسلکي کادرونو پر ځای ملایان چارواکي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب