Homeخبرونهایران په ۱۵ ورځو کې ۲۰ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي

ایران په ۱۵ ورځو کې ۲۰ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي

تاند (شنبه، د دلوې ۲۱ مه) د ایران د رضوي خراسان ولایت د پوله ساتو قوماندان وايي، په تېرو دوو اوونیو کې یې نژدې ۲۰ زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او خپل هیواد ته استولي دي.

جنرال مجید شجاع نن (شنبې) وویل، په تېرو ۱۵ ورځو کې د تایباد د سرحدي لوا ځواکونو ۲۰ زره افغان اتباع د دوغارون سرحدي بندر له لارې افغان لوري ته سپارلي دي.

ده په عین حال کې وویل چې افغانان یوازې د رسمي پولو له لارې ایران ته ورتللی شي.

جنرال شجاع ټینګار وکړ، هغه افغانان چې له رسمي لارو پرته ایران ته ځيو نیول کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.

ایران وايي، په دغه هیواد کې د مېشتو افغانانو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي چې اکثره یې اسناد نه لري او په غیرقانوني ډول هلته اوسي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرزېدو او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابیدو وروسته ډېرو افغانانو بهر په تېره بیا ایران ته مخه کړې ده.

اکثره افغانان وايي، په خپل هیواد کې کار نه شي موندلی او د مجبوریت له مخې، راز راز خطرونه په غاړه اخلي او ایران ته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...