پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات ډیر شوي

پاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات ډیر شوي

تاند (شنبه، د دلوې ۲۱ مه) د پاکستان مرکزي بانک وايي، د روان مالي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د ورته مودې پرتله په سلو کې ۳ اعشاریه ۵۳ ډېر شوي دي.

د پاکستان مالي کال په جولای کې پیلېږي.

د دغه بانک پر اساس، په مجموع کې د ۲۰۲۳ د جولای او دسمبر ترمنځ پاکستان افغانستان ته د څه باندې ۲۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت مال صادر کړی دی.

د پاکستان د مرکزي بانک په وینا د تېر مال کال په ورته موده کې پاکستان افغانستان ته د څه باندې ۲۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي وو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بیا بیا بندېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري سخته زیانمن شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...