شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپر محسن داوړ او ملګرو یې ډزې؛ پړه پر پاکستاني ځواکونو اچول...

پر محسن داوړ او ملګرو یې ډزې؛ پړه پر پاکستاني ځواکونو اچول شوې

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۱مه) د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشاه کې نن د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او پښتون سیاستوال محسن داوړ په یوه پېښه کې ټپي شوی او نورو ملګرو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه یوه ګوندي ملګري رحیم داوړ ویلي، چې نوموړی له یو شمېر پلویانو سره یې په سیمه کې یوه پوځي مرکز ته نژدې د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره په اعتراضي غونډه کې و، چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړي.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې محسن داوړ او پنځه ملګري یې ټپیان شوي او یو ملګری یې وژل شوی.

پر ټولنیزو رسنیو د داوړ خپاره شوي عکسونه ښيي، چې هغه پر پښه لګیدلی.

پولیسو پېښه تایید کړې او ویلي دي چې د داوړ د پلویانو او پولیسو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ۳ پولیس وژل شوي دي.

پولیس ادعا کوي چې محسن داوړ او د هغه ملګرو غوښتل په زوره پوځي چاؤڼۍ ته ننوځي او د اجازت په نه ورکړل کېدو یې په پولیسو ډزې کړي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي دي.

محسن داوړ، چې د پاکستان د سیاستونو منتقد دی، تر دې مخکې هم څو ځله له وسله والو پېښو سره مخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب