یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ستونزه په نظامونو کې نه، بلکې په  ذهنيتونو کې ده

ستونزه په نظامونو کې نه، بلکې په  ذهنيتونو کې ده

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

شک نشته چې موجوده حکومت به نورې سترې نيمګړتياوې هم ولري، خو د انجونو په زده کړو باندي ناروا بنديز يې داسې نيمګړتيا ده چې  ختمول يې نه يوازي د هغوى شرعي او ملي مکلفيت ګڼل کېږي، بلکې د خپل ولس غوښتنه هم ده او په وړاندې يې له “انا”پرته (موږ ويلي دي)  هيڅ ډول خنډ شتون نه لري، خو متأسفانه له دوو کلونو څخه د زيات وخت تيريدو او د پرانستلو له متکررو هوائي او غولوونکو ژمنو سره سره د جبر له مخې دوام لري.

دا هغه تشه ده چې  د ااا ټول نسبتاً مثبت اړخونه هم له سيوري لاندې راوړي، د “صادق الوعد الامين” پيغمبر د وراثت په دعوه کې ريښتينولي نفى کوي او په افغان ټولنه کې په ديني عالمانو باندي د ولس باور يې له منځه وړي. دغه بنديز بشري فاجعې رامنځته کوي، په بالفعل او بالقوه توګه هېواد له سخت بحران او ولس  له ناورين سره مخ کوي، په هيڅ ډول د زغم او منلو وړ نه ده. شک نشته چې په دغه برخه کې د افغان ولس لخوا د سنجول شوي او ارزول شوي ټولنيز غبرګون نه ښودل او اوسنى بې تفاوته حالت هم د ملت د ويښتابه ادعا سلبوي.

البته له اوسني بحراني حالت څخه د وتلو لاره هغه هم نه ده چې؛ ځينې بخت ازمويونکي سياسي يتيمان د بدو عواقبو او ناڅرګند برخليک له ارزولو پرته او يا هم عمداً انارشي ته د لارې هوارولو په موخه په نظام کې د بدلون چيغې وهي او يا هم  ولسي لخوا پاڅون او د نظام په وړاندې د بغاوت بيرغ پورته کول له اوسني کړکيچ څخه د وتلو لاره ګڼي. هغوى بايد پوه شي چې موږ متأسفانه د ښه او بد حاکمیت ترمنځ د انتخاب فرصت نه لرو بلکې د بد او بدتر ترمنځ له بد سره تعامل کوو او همدغه خپل مجبوريت ګڼو. پاڅون داسې ګډوډي ته لاره هواروي چې له بد څخه په بدتر واوړو،؛ بيا به يې هيڅوک د مديريت وړتيا ونلري او  بدبختانه په دغه هېواد کې د انارشي بيه به دغه ملت ورکوي. د افغانانو ترمنځ جګړه، که مجبوريت او له ځان څخه دفاع هم وي، خو نه پرون د وياړ خبره وه، نه نن اړينه ده او نه به سبا ته سپيڅلې وي.

هغه نظام سپيڅلي نه ګڼل کیږي چې ولس په بيوزلي کې شپې سبا کوي، يوازې په لوړو پوستونو باندي ناست چارواکي ښه ژوند ولري او لکه زموږ په حکومت کې د آمر او مامور ترمنځ هم د امتيازاتو ستر واټن شتون ولري. ولس دولتي مشرانو ته   ترانو وايي د حاکم د خوشحالولو لپاره شعارونه ورکوي،  د حاکم اوږد ژوند او  د هغوى حاکمیت ته د دوام لپاره  دعا کوي، په ولس باندي حکومت کول او د هېواد په سرچينو باندې د واک چلول  د حاکم احسان منل د نعمت شکرانه ګڼل کېږي، خو حاکمان د ولس  بيوزلي په تقدير پورې تړلې ستونځه ګڼي او له ولس سره يې چلن جابرانه وي.

استثنا شتون لري. پاک سپيڅلي ولس او هېواد ته ژمن چارواکي پرون هم وو او نن هم لله الحمد شتون لري، خو زموږ د تولنيزو نيمګړتياو دوديزو ځانګړتياو او په ټولنه کې د مروج درباري کلتور له مخي، يوازې نن نه، بلکې حاکمانو هر وخت په دربارونو کې چاپلوسان ترڅنګ کينولي دي، مداحان يې په لوړو پوستونو باندي ګمارلي، ابن الوقت مخلوق يې نازولى دى، ړانده مقلدين يې ستايلي او همدغو ډلو زموږ په هېواد کې د خپلو ناوړه کړنو، فساد، چور او تالان له امله د نظامونو د ناکامي، د هېواد تباهي او د حکومتونو د چورلټ نسکوريدو عوامل ګرزيدلي دي.

ستونځه په نظامونو کې دومره نه ده لکه څومره چې زموږ په واک محوره ذهنيتونو، انحصاري تګلارو، د نظام په پلى کولو کې افراطيت، په سياست کې د عصبيت د ويروسونو په شتون او د تولنيز ذهنيت جوړولو په برخه کې په پاتې راتلو کې ده. د فدرالي نظام غوښتونکي هم د هېواد او ولس د ګټو ترعنوان لاندي شخصي امتيازات غواړي او په سرچینو باندې د چور نيت لري. زموږ په هېواد کې له تيرو څو لسيزو راهيسې هيڅ ډول نظام نه دى پلى شوى، بلکې په مختلفو نومونو او عنوانونو مو ملوک الطوایفي رامنځته کړه، انارشي مو دود کړه، يا مو هم ځانځاني او جنګسالاري وازمويله او اوس داده بله شديداً انحصاري نسخه تجربه کوو . لاملونه يې يقيناً د خپل ولس له ذهينت جوړولو او په هېواد کې عيني واقعيتونو ته له کتو پرته د سيستمونو په جوړولو کې د بهرنيو اړخونو ککړتیا او د مشرانو لخوا په شخصي ګټو باندي تمرکز ګڼلاى شو.

د افغانستان په هکله له اوسني نړيوال چلن څخه د ااا د چارواکو لخوا رضايت څرګندول د ښې حکومتولي لپاره بسنه نه کوي، د خپل ولس لخوا په تګلارو باندي انتقاد کول او نارضايتي څرګندول مخالفت ګڼل ښه ستراتیژي نه ده،  د نړيوالې ټولنې د تورونو او الزامونه ردول د رغنده ديپلوماسي په کتګوري نه راځي، ځينې غوښتنې په نړيواله کچه د هېوادونو لخوا منل شوى مکلفيتونه وي او دغه ډول غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل د نړيوالو مکلفيتونو په تړاو د دولت د مشرانو ناخبري ښئي،  اوسني انزوائي حالت مثبت ارزول له موجوده حکومت سره يقيناً مرسته نه ده.

تر هر څه د مخه خپل ولس رضا کول، د خپل ولس غوښتنو او احساساتو ته د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې مثبت ځواب ورکول او خپل نظام جوړول برياو ته لاره پرانيزي. د خپل نيم ولس  په فرض زده کړو باندي بنديز ختمول ديني او ملي مکلفيت دى. د نظام د سمون په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته کول او کار اهل کار ته سپارل به ستره لاسته راوړنه وي. داسې بدلونونو ته لاره هوارول اړين دي چې نه له اسلامي احکامو سره په تقابل کې راځي نه له غوره افغاني کلتور سره په ټکر کې وي او د خپل ولس د رضايت لامل شي، نړيواله ټولنه د خپلو ګټو او د افغانستان ارزښتونو په چوکاټ کې له اوسني حکومت سره د يوه منل شوي او مشروع نظام په توګه چلن ته اړ کړاى شي.

ممکن په تيرو وختونو کې د نظامونو د نسکوريدو په پايله کې رامنځته شويو ناورينونو ته په کتو په اوسني بد وضعیت باندي صبر وکړاى شي. له  بدتر حالت سره له مخامخ کيدو، د ولس کړاوونو د زياتيدو او د هېواد د ژغورلو په هيله اوسنى وضعیت زغمل ملي مصلحت وګڼل شي. له بل بحراني حالت سره د مخامخ کيدو له وېرې د افغان ولس د بيکاري، فقر او محرومیت منل د وخت د جبر په کتګوري کې راشي، د واک شديد انحصاري شکل منل مجبوريت او له ولس سره د تقابل حالت د چارواکو د تجربې نشتوالى وګڼل شي، د بديل د نشتون له امله اوسنى حاکمیت، له پروني زورواکي جنکسالاري، وېشلي او پاشلي نظام سره په پرتله ييز ډول ښه وګڼل شي، خو دَ انجونو په زده کړو باندي بنديز د يوه ساعت لپاره هم ناروا جبر ظلم او تيرى دى؛ د توجيه  او منلو وړتيا نه لري.

يوه متمدنه  ټولنه او ښه سياسي نظام هغه مهال رامنځته کيږي چې مشران د ولس له منځه راپورته شوې وي، ولس د مشرانو کړنې وڅاري او عيبونو ته يې ګوتې ونيسي، سياستوال د هېواد ګټو ته په شخصي ګټو باندې لومړيتوب ورکړي. ولس له چارواکو څخه  حساب غوښتل خپل منل شوې حق او ځان د نظام برخه وګڼي. حاکمانو ته ځان د ولس خادم ښکاره شي. حاکمه ډله په هېواد کې د بيوزلي ظلم او فساد له امله مستقيما خپله پړه ومني. سياسي  مخالفت بغاوت نه ګڼل کیږي.  په زده کړو باندي د بنديز لګولو مټکور ذهنيت، د لازياتو تعليمي بنسټونو پرانستلو په ځيرکتيا بدل شي. مارشالي او جنرالي په رشوت کې نه ډالۍ کيږي بلکې په مسلکې معيارونو ورکول کيږې؛  مشران  له ولس او هېواد څخه ددفاع په لاره کې ژوند قربانوي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    زموږ د ټولنې عینی اوذهنی شرایط ملت سازی غواړی . عدالت , انصاف او مساوات غواړی . موږ زیات مشکلات لرو او دمشکلاتو حل کېدل یوازې په انحصار باندې نه کیږی. سوله او له ملت سره په ملی او اسلامی مسایلو پراخ هر اړخیزه ذهنیت په کار دی. ددې ذهنیت مختلف ابعاد ستا په لیکنه کې روښانه شوی تکرار یې لازم نه ګڼم.
    سوله ډیر ښه صفت او کمال دی اودغه کمال قربانی غواړی.

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      يقيناً همداسې ده. زما د ټولې ليکنې لنديز مو راخلاصه کړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب