پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهغزې ته د افغان ځانمرګو د لښکر استولو په اړه د ایراني...

غزې ته د افغان ځانمرګو د لښکر استولو په اړه د ایراني سفیر څرګندونو ته غبرګونونه

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۰مه) په کابل کې د ایران د سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي هغه څرګندونو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي، چې ویلي د اړتیا په صورت کې به له افغانستانه غزې ته د ځانمرګو لښکر واستول شي.

نوموړي دا خبره د ایران له یوه تلویزون سره د مرکې پر مهال کړې وه.

به دې اړه نور دلته لوستلی شئ:

کاظمي قمي وايي، که اړتیا وه طالبان به غزې ته «استشهادیان» ولیږي – تاند (taand.net)

ده ونه ویل چې په کوم اساس وايي چې له افغانستانه به انتحاریان د غزې د ملاتړ لپاره لاړ شي.

د هغه څرګندونو ته د طالبانو ویاندویانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د المرصاد په نوم یوې انلاین رسنۍ چې ویل کیږي د طالبانو د استحباراتو ادارې اړوند دی، د ایراني سفیر څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

المرصاد وېب پاڼې لیکلي، چې ایران په منځني ختیځ کې د سنیانو د له منځه وړلو په هڅه کې دی او که رېښتیا غزه کې جګړه کول غواړي، باید حزب الله ډله وجنګوي.

حزب الله په لبنان کې د ایران پلوه شیعه ملېشو وسله واله ډله ده، چې ایران یې ملاتړ کوي او د دغه هېواد د ګټو لپاره په لبنان او سیمه کې جنګیږي.

د کاظمي قمي څرګندونو ته د شمال ټلوالې یوه پخواني قومندان عطا محمد نور هم غبرګون ښودلی او ویلي، چې قمي په دې څرګندونو د افغانانو سپکاوی کړی.

عطا محمد نور، چې پخوا خپله هم ایران ته له نژدې قومندانانو و، ویلي: که طالب مزدوره او ترهګره ډله د خپل عادت له مخې، په دې برخه کې ایران ته جنګیږي، جلا خبره ده. دوی د ټولو افغانانو استازیتوب نه شي کولای.

د قمي څرګندونې د نورو افغانانو له توندو غبرګونونو سره هم مخ شوي.

دوی له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د حاکم رژیم په توګه په دې اړه باید توند غبرګون وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب