دود یا رواج ته په عربي ژبه کې (عرف) وايې، په لغت کې د پېژندلو په معنا ده او په اصطلاح کې هغه لارو چارو ته وايې چې اولس یې په ټولنیزو معاملاتو کې کاروي.
په بل عبارت دودونه هغه غوره پېژندل شوې لارې چارې دي ، چې د خلکو تر منځ رواج او په کولو يې روږدې وي.
هغه ټولنیز قراردادونه چې د ټولنې د وګړو له خوا ټاکل کېږي دودونه بلل کیږي، ځکه چې دودونه هم د ټولنې د تاریخ سره یو ځای را ټوکیدلي دي. که لږ نور هم مخې ته لاړ شو ویلای شو چې دودونه د تیرو انسانانو د ارادو او کړنو محصول دی. نو ځکه د ټولنې د تیر تاریخ او اوس تر منځ اړیکه ټینګوي. د یوه یا دوو تنو عادت ته دود نه ویل کېږي. نو ځکه ویلای شو چې هر دود عادت دی خو هر عادت دود نه ګڼل کیږي.
هره انساني ټولنه ځانته دودونه لري. دودونه ښه او بد کیدلای شي. ښه دودونه د ملتونو د حکمت، ژوندي پاته کیدو او غوړیدو لامل کیږي. بد دودونه د ټولنې د وروسته پاته کیدو سبب ګړځي. که په بل عبارت يې ووایو غوره دودونه د ملتونو د ژوند او دوام سبب ګرځي او ناوړه دودونه د ملتونو د مرګ او نیستۍ لامل ګرځئ.
په همدې توګه د یوې ټولنې فرهنګ، مذهب، عقیده، موسیقي او د ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو لارې چارې دودونه دي. ځکه دودونه ټولنيز ارزښتونه دي د يوې ټولنې د معنويت د كيفيت او څرنګوالي د پايښت بننسـټ جوړوي.
دودونه كېداى شي ملي وي، يا هم نړيوال وي، مذهبي او يا هم غير مذهبي، ټولنيز او يا هم د ټولنې یوې برخې پورې تړلې وي، خو په ډیر شمیر دودونه ټولنيز اړخ لري.
ځينې حقوق پوهان دودونه حقوق ګڼي، ځکه چې له دودونو قانون جوړوي. دا خبره هم تر ډېره بريده سمه ده، چې د حقوقو علم د عرف، عاداتو او دودونو څخه جوړ دى.
ځکه د حقوقو ريـښې له دودونو څخه پیل او په پای کې د خلکو حقوق ترې جوړ شوي دي.
دودونه په يوه ټولنه كې هومره ارزښت لري څومره چې په ټولنه كې د قومونو او پرګنو تاريخ ارزښت لري، همدا دودونه او رواجونه دي چې د يو قوم، ټولنې نوم يې ساتلى وي.
زموږ افغاني ټولنه هم د نورو بشري ټولنو په څېر ځانګړي دودونه لري، چې ښه او بد دواړه را نغاړي، موږ باید د نورو انساني ټولنو په څېر غوره دودونو ته په ټولنه کې وده ورکړو، لکه میلمه پالنه، مرکه او جرګه، د ناروغ پوښتنه کول، اشر یا ګډ کار، سلام ورکول، مشرانو ته درناوی، پر کشرانو پام کول، د بېوزلو لاس نیوی او یو شمیر نور داسې دودونه زموږ په ټولنه کې وجود لري چې ساتل او وده ورکول يې هم انسانیت او هم د اسلامیت په چوکاټ کې د ټولنې دنیکنامۍ او پرمختګ سبب ګرځي.
له ځینو هغو دودونو سره مخه ښه وکړو او له ټولنې یې د تل لپاره ریښې وباسو، چې له اسلامي شریعت او انسانیت سره په ټکر کې دي او په ټولنه کې فساد خپروي. لکه په بدو کې د خور، لور ورکول، بدل کول، ولور اخیستل، په ودونو او په مړو پسې ډیر لګښت، په ګټه پیسې ورکول، تربګني، د کم عمره جنکیو واده کول دا او دې ته ورته دودونه د ټولنې اصیل هويت تر پوښتنې لاندې نیسي او د بدنامۍ او وروسته پاته والي سبب ګرځي.
راځئ د ګډ کار، یووالي، د هیواد سره د مینې، يو او بل ته د درناوي دود په ځانونو کې وروزو. له دې سره به مو خپله افغاني ټولنه هوسا او خدای ج به مو هم راضي کی وي.
مننه