سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهایران د کرمان بریدونو کې د یوه افغان د لاس لرلو ادعا...

ایران د کرمان بریدونو کې د یوه افغان د لاس لرلو ادعا وکړه

تاند ( جمعه، د جدې ۲۹ مه) د ایران د استخباراتو وزارت د دغه هېواد د کرمان په وروستیو بریدونو کې د یوه افغان داعشي وګړي د لاس لرلو ادعا کړې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاد شوی کس په « عادل پنجشېري» مشهور و او داعش ډلې سره یې اړیکې لرلې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی پر کابل پوهنتون د برید طرحه کولو په تور یو کال د جمهوري نظام پر مهال په بګرام زندان کې بندي هم پاتې شوی.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي

 روانه اوونۍ، ایران د دغه برید په غبرګون کې د عراق، سوریې او پاکستان پر خاورو یو شمېر توغندویي بریدونه وکړل او پکې د خپلو مخالفو وسله والو د وژلو مدعي شو.

 د سیاسي چارو څارونکی غوث جانباز باور لري، چې ایران له دغو بریدونو وروسته د افغانستان پر خاورې هم د برید نیت لري او ممکن د خپلو مخالفانو د ځپلو په نوم یې توجیه کړي.

2 COMMENTS

  1. ایران خو سمه بدمعاشي شروع کړې. که ایران ادعا لري چې کوم افغان په هغو حملو کې لاس لري نو دا خبره امکان خو نلري او که چیرې وي نو حتمي پاکستان یې شاته دی ځکه پاکستان داعش همایه کوي او یو څه موده وړاندې هم طالبانو په پاکستان د داعش د ملاتړ تور لګولی و. او جمهوري نظام کې هم داعش د پاکستان لخوا راته.

  2. داعیش د پاکستان لخوا استخدامیږي د هرملک خلګ پښکي سته د امریکا او پاکستان دواړو پروژه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب