سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهمنځنۍ اسیا ته د پاکستان سوداګري راکړه ورکړه ودرېده

منځنۍ اسیا ته د پاکستان سوداګري راکړه ورکړه ودرېده

تاند (جمعه، د جدې ۲۹مه) د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې ريیس جنید اسماعیل وايي، له افغانستان سره د پاکستان د ۵ لارو د بندېدو له کبله د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره هم د پاکستان سوداګري درېدلې ده.

اسماعیل وویل:«اوسني شرایط، هم پر دوه اړخیز تجارت او هم ترانزیت اغېز کوي او د اساسي لارو د بندېدو له کبله د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره هم سوداګري په ټپه درېدلې ده.»

د خیبر پښتونخوا یو شمېر سوداګر او سیاستوال وايي، د پاکستان پنجابي واکمنانو ته، له افغانستان او حتي منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه مهمه نه ده ځکه چې له دې طریقه عمدتاً پښتانه تجارت کوي. دوی دا هم وايي چې له هند سره له ډېر اختلاف سره سره پاکستاني چارواکي سوداګري راکړه ورکړه د یوې ورځې لپاره هم نه دروي ځکه چې هلته د پنجابیانو ګټه ده.

د پاکستان اصلي واکمانو تراوسه پورې د دې ډول تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

ښاغلی اسماعیل، چې د خیبرپښتونخوا اوسیدونکی دی، وايي:«که دا پنځه لارې همداسي بندې پاتې شي، د ټول پاکستان اقتصادي ثبات ته به زیان ورسیږي.»

ده له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي ځکه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري یې له جدي خطر سره مخامخ کړې ده.

پاکستان د تورخم لار د باري موټرو پر مخ په دې پلمه چې افغان موټرچلوونکي باید ویزه او پاسپورټ ولري، د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۳ مه) بنده کړه.

طالب چارواکو په متقابل اقدام کې د افغانستان لارې د پاکستاني لاریو پر مخ بندې کړي دي او خبرداری یې ورکړی دی چې که پاکستان له پلمو لاس وانخلي، د تورخم او خرلاچۍ- غلام خان لارې به د تل لپاره بندې کړي.

1 COMMENT

  1. TALIBS&ALL PUBLICS MUST CLOSE ANY GATES/WAY ON PAKISTAN TRANSITE.PAKISTANI ECONOMIC GOING MORE WORSE.
    FIND NEW BUSINESS TO CHINA IRAN &SOUTH ASIAL MUSLIMS COUNTRY.
    PAKISTAN SEND ALL SICKS TO KANDAHAR &KABUL HOSPITALS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب