پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد خپلسرو نیونو په اړه د یوناما نیوکو ته د ذبیح الله...

د خپلسرو نیونو په اړه د یوناما نیوکو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

تاند (جمعه، د جدي ۱۵ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د خپلسرو نیونو په اړه د یوناما نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا نیونې خپلسرې نه؛ بلکې قانوني او د اسلامي شریعت له مخې دي.

نوموړي د یوناما راپور ته په غبرګون کې ویلي: «که څوک نیول شوي هم وي د مالوماتو پر بنسټ یا د شکونو په حالت کې وي، په توقیف کې ساتل شوي و له هغې وروسته خوشې شوي دي. څوک له ظلم او ناسم چلن سره نه دي مخ شوي نو دا اندېښنه پر ځای نه ده.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغان نجونو د زده کړو او د ښځو حقونو د مدافعینو او فعالینو د توقیف دوام د اندېښنې وړ بللی او د خپل سرو نیونو د پایته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

یوناما لیکلي: «د اکتوبر له میاشتې راهیسې د افغان نجونو د زده کړو د مدافعینو احمد فهیم عظیمي او صديق الله افغان او د ښځو د حقونو د فعالې منيژه صدیقي د خپل سري توقیف دوام د اندیښنې وړ دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په پرله پسې ډول د ښځینه، تعلیمي او رسنیزو فعالانو د نیول کیدو خبرونه ورکړل شوي.

له دوی څخه یو زیات شمېر یې بېرته خوشې شوي او ځینې لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

طالب ویاندویانو د نیول شویو کسانو د نیول کېدو او بېرته خلاصون دواړو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

2 COMMENTS

  1. مجاهده کلي په زور نه کیږي، خدای دوهم ځل موقع په لاس درکړې غلطه استفاده ترې مکوئ. تاسو د هغو افغان مسلمان ولس سره د کافر سلوک کوئ چې ستاسو عالمان خو پریږده چې د عربو نه چې دین ترې راغلی هم کلک، پوه او پاکیزه مسلمانان دي. دا پنځوس کاله کوتک سالارۍ، ټوپک سالارۍ، جاهل او خر دماغۍ هیڅ نتیجه ورنکړه. نړۍ د عصري علم او اقتصاد په پل مخکې روانه ده، په لونګۍ، ږیره او نفلونو د نړۍ سره سیال کیدلی نشئ او نه مو څوک هغه شریعت مني چې د اصلي اسلام سره په ټکر کې وي. یا خو پاخه خره یاست، یا مو واک د بل سره دی او یا د اسلام نه د خلکو زړه تورولو لپاره تربیه شوي یاست. بس دی د تور خره نه راکوز شئ کنه تیره دوره مو یاده شي چې په یوه هفته کې جارو شوئ او بیرته د پنجاب په کونه ورننوتئ.

  2. تالبان د احمقانو او جاهلانو یوه توره پروژه ده چې پر افغانانو تحمیلیږي .
    کوم هېواد چې اساسي قانون ونه لري ، هلته واضح ده چې خپلسري او ظلم حکومت کوي . د اسلامي شریعت په نوم یو واحد قانون نشته ، هرڅوک یې په خپل سر ډنکوي . څوک تور ته سپین وایی او نور بیا سپین ته تور وایي .
    د اسلام او شریعت او ترڅنګ یې د قانون احکام پرټولو اتباعو یوډول تطبیق کیږي . خو تاسو ځانونه مستثنی ګڼئ او سرونه یې بلې خواته کاږه نیسئ ، دا جهالت دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب