یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+خطرناک سفر/ اجمل پسرلی

خطرناک سفر/ اجمل پسرلی

04/04/2023

کله چې څوک له کوره په سفر ځي د خوښۍ احساس کوي چې نوي ځایونه به ګوري، کله بیا کورته له سفره د ستنیدو پرمهال خوښي وزري ټپ وهي.

نن د دوه زره درویشتم کال د اپریل څلورمه ده. سهار واشنګتن ډي سي ته څیرمه په (اکسن هیل) سیمه کې له هوټله په ټکسي کې د دالاس هوایي ډګر په خوا روان شوم. سبا سهار امستردام ته رسیږم بیا له هغه ځایه نژدې دوه ساعت وروسته پراګ ته روانیږم.

د ټکسي چلوونکی یو سپین ږیری دی، اوږده سپینه ږیره، وړه خولۍ او له تور بخوندې غنم رنګه څیرې ښکارې چې له اصله به د پاکستان یا هند وي.

په واشنګتن ډي سي کې مې دا پلا او په تیرو سفرونو کې تجربه دا ده چې موټروان چې د بار ایښیدو لپاره ډالۍ په سویچ پرانیزي، له موټره راښکته کیږي او د بار په پورته کیدو کې له مسافر سره مرسته کوي، خو د دې بابا حوصله لکه چې روژې ختمه کړې ده.

په موټر کې په شاتني سیټ کې زما له کښیناستو سره سم موټروان کیسې شروع کړې. د زورورې ډي او ټینګ ډال له تلفظه پوه شوم چې سړی خامخا د جنوبي اسیا دی. د ختیځوالو د عادت له مخې یې زما د هویت په اړه پرله پسې پوښتنې وکړې:

له کوم ځایه راغلی یې

له اصله د کوم هیواد یې

دلته دې څه کول

هلته ته څه کوې…

له اکسن هیل نه تر دالاس هوایي ډګره د موټر څه باندې یو ساعت لاره ده. بابا د روژې پوښتنه هم رانه وکړه چې بوزه یم که روژه. پرته له دې چې څه ورته ووایم په خپله یې ځواب هم راکړ چې په مسافر کله روژه کیږي. بیا یې راته ویل چې په روژه کې زما د کار سیستم بدل شوی دی، له تراویح وروسته دوه ساعته خوب کوم، بیا پاڅیږم د خوب لپاره هیڅ وخت نه لرم. د پشلمي لپاره مې میرمن پاکستاني ډوډۍ تیاروي، په لاره یې په دې ټکسي کې خورم. یو نیم وخت د غرمې له خوا نیم ساعت سترګې پټې کړم نور نو خوب حرام شه، د روژه ماتې غم کوم. تر روژې مخکې به مې د ماسختن له لمانځه وروسته خوب کاوه بیا به چې سهار لمانځه ته راپورته شوم تندرسته به ټکسي ته کښیناستم.

سپین ږیري غاړې تازه کړې، ویل یې تر درې لسیزو ډیر وخت وشو چې امریکا ته راغلی یم، دلته هوا ګرمه ده پخوا په جرمني کې وم یو ژمی مې په یاد دی چې د کار له ځایه په بایسکل کور ته تلم، لاسونه مې دومره یخ وهلي وو چې په لاره کې مې پام شو چې له فابریکې چې راوتلی یم د پتلانه زنځیر مې نه دی پورته کړی او پوهیږې چې څرنګه پوه شوم؟ داسې پوه شوم چې د پښو مې یخ وشو نو ورپام مې شول چې دا کیسه ده. بیا چې کور ته ولاړم دروازه مې په کیلي نه شوای پرانیستلی، ګوتې مې کنګل شوې وې. ور مې په لته وواهه له ګاونډي کوره یوه میرمن راووته ور یې راته خلاص کړ، خو دلته ګوره نن هوا توده ده. لا غرمه نه ده د فارنهایټ اویا درجو ته ګرمي رسیدلې وروسته به اتیا شي. د موټر اییرکنډیشن مې کار نه کوي باید سبا یې مستري ته ورولم نن ونه شو اوس چې تا ورسوم کورته ځم که مې لا یو شل دقیقې سترګې پټې کړې بیا خو نو جومات ته ورځم هلته لوی پخلنځی لرو شاوخوا زرو کسانو ته د روژه ماتې او له روژه ماتې وروسته د ډودۍ تیاری کوو. ته پوهیږې چې دا ډوډۍ د خدای په جهت خلکو ته د ثواب لپاره وړیا ورکوو.

سپین ږیری غلی شو. ما لویې لارې ته کتل، لکه د یوه هوایي ډګر د پسور په اندازه پراخ سړکونه دي او موټران لکه د یوه پلن سیند پر سر خلي خاشي. بابا اه نارې کړې. ورته ومې ویل:

-خیریت دی، څه شوي

سر یې وخوځاوه موټر یې د لویې لارې اړخ ته ودراوه، بیړني څراغونه یې ولګول بیا یې د ډالې سویچ وواهه چې ټولبکس بند شي. ټولبکس یې خلاص پرې ایښی و.

بابا په جګ غږ الحمدلله وویل او موټر ته یې ریز ورکړ. د ده په نارینجي رنګه ټکسي موټر کې خاص بوی دی، لږ د کورکمنو بوی، یو څه د وچې دڼیا او د لمر وهلیو سیټونو داسې بوی ځي لکه نوې بریښنایي وسیله چې له پلاستیکه راوباسې.

بابا څنګ ته ورسره ایښي ای پډ باندې ګوتې وهلې، لکه چې فکر یې بدل شو، د بلې سورلۍ غم یې خوړ. زما مخې ته د بانکي کارتونو هغه ماشین راځوړند و چې پیسې پکې ټکسي ډراییور اخلي، خو بابا له پيله ماته وویل چې ته په کارت پیسې راکولی شې خو غوره دا ګڼم چې څوک نقدې پیسې راکړي. ده هنداره لږ ښکته کړه. د موټر له سرعت سره د شمال غږ داسې جګ و چې شپیلی یې کاوه. بابا بیرته ایینه پورته کړه. ماته یې وویل، د روژې په پيل کې مې په سینې کې بد درد احساس کړ، بیا ډاکټر ته ورغلم او د خدای فضل دی هیڅ هم نه و اوس بیخي ښه یم. ما ورته وویل:

-روژې مو بیا وخوړې

-نه نه خدای دې نه کړي ښه وم خدای همت راکړ

له اړخه مې سپین ږیري ته کتل د ږیري یو نیم تار یې تور و نوره تکه سپینه ږیره یې په تور رنګه څیره کې لا پسې سپینه ځلیده.

دی غلی شو. زما د سفرونو تجربه تل داسې وي چې په پيل کې سورلۍ سره غږیږي وروسته لکه چې ستړي شي، سره غلي شي. البته په اروپا کې خلک داسې خواله نه کوي لکه په امریکا کې چې یې کوي، دلته خلک ډیر اجتماعي دي. کله ناکله خو څوک فکر وکړي چې دا بل لکه چې له کلونو راهیسې ما پيژني چې داسې شخصي کیسې راته کوي.

د سړک غاړې ته به چې کومه جګه ودانۍ وه سر به مې پسې واړاوه. کله چې نوې هسکه ودانۍ تر کار لاندې وي خامخا هڅه کوم چې منزلونه یې وشمیرم. نه پوهیږم چې ولې. دوې نیمکاره ودانۍ مې وګڼلې. ګومان کوم یوه یې پنځه ویشت پوړه وه د بلې یې حساب له ما ګډوډ شو، موټر تیز و. زړې دنګې ودانۍ هم شمیرم خو کله چې ډیرې شي لکه په ویرجنیا او واشنګتن ډي سي کې چې دي بیا یې خبره له حسابه وځي.

د موټر له شیشو مې بهر ځنګله ته پام شو. په منځ منځ کې یې ماتې ونې داسې راته ښکاریدې لکه جګړه چې پرې تیره شوې وي، خو داسې څه نه دي شوي اما دا به شوې وي چې دې ځنګلونو ته به خدای خبر کله خلک راغلی وي چې لاس پرې تیر کړي. ونې یو مخ وحشي ښکاریدې. د موټر له ایینې لمر داسې معلومیده لکه پسرلی چې په تیریدو وي.

غږ شو:

یا الله

ورته ومې کتل چې د ټکسي موټر مخې ته بل موټر دی او نژدی دی چې ورسره ولګیږي. بابا په بیړه موټر بل لین ته کاټ کړ او ګرز شو. لکه خوب چې وینم، لکه خپسکه چې راباندې ناسته وي. موټر ونه درید راتاو شو دریمې خطې ته ولاړ او مخ یې د خپل مسیر مخالف جهت ته واوښت. تړلي کمر بند پرې نه ښودم چې له وره یا مخکني سیټ سره ولګیږم. ځان ته مې پام شو چې روغ یم خو لاسونه او پښې مې پوړیدل. بابا ته مې وکتل په تندي یې لاس واهه. لږ وړاندې بل موټر په بل مخ اوښتی و. شاوخوا نور موټر ودریدل، څو کسانو رامنډې کړې د اوښتي موټر دروازه یې کش کړه. نه خلاصیده. دوی د موټر شاته ورواوښتل. ما د دروازې لاستی کش کړ. دروازه بنده وه. بابا راته وویل:

ته ښه یې

هو شکر، ستا څه حال دی

زما سر لږ لګیدلی دی

د پولیسو موټر راغی. د ټکسي ډراییور ته یې وویل:

ښه یې

هغه ډاډ ورکړ

ماته یې لکه چې پام نه شو. مخابره یې راوایسته. ما بیا هڅه وکړه چې ور خلاص کړم. نه خلاصیده. ډارییور شاوخوا کتله ویل یې بټوه مې ورکه ده. لایسنس مې نه پوهیږم چې چیرته لویدلی دی.

څو دقیقې تیرې نه وې چې امبولانس راورسید. د امریکا امبولانس موټر لوي دي د پراګ د امبولانسونو ښایي دوه دوه نیم برابره اوږده وي. نور پولیس هم راپیدا شول. یو پولیس زما لور ته راغی پوښتنه یې وکړه:

ښه یې

هو ښه یم

روغتون ته خو ضرورت نه لرې

نه، مننه

پولیس دروازه پرانیسته. زه ووتم، د کمپیوټر بکس مې راواخیست. پولیس ته مې وویل:

-د جامو بکس مې شاته ایښی دی

-صبر وکړه چې شاته موټر تیریږي وروسته به ټولبکس خلاص کړو

-زه هوایي ډګر ته ځم ممکنه ده چې ټکسي راته راوغواړئ

-دا ځای مشخص ادرس نه لري که الوتنې ته دې وخت لرې شل دیرش دقیقې صبر وکړه موږ به دې ورسوو

سر مې ورته وخوځاوه. ټکسي موټر ته مې پام شول د موټروان مخې ته نیم ماشین الوتی و، یعني نیم ماشین نه ښکاریده. مخکني ټیرونه یې پرمځکه ناست وو. له پولیسه مې پوښتنه وکړه:

– د دې بل موټر موټروان روغ دی؟

-هو ښه دی، پرواز دې په څو بجو دی

-پنځه بجې

-ښه ده وخت ورته شته او داسې احساس خو نه کوې چې روغتون ته ضرورت شته

-نه مننه ښه یم

د لویې لارې اړخ ته ودریدم. د یوې خوا دوې کرښې پولیسو، امبولانس او ټکر شویو موټرو بندې کړې وې، په دریمه او څلورمه کرښه موټر تیز تیز تلل، له ځان سره مې ویل چې انسانان خپلو همنوعو ته نه ګوري ته ورته ګوره لاهم تیز ځغلي، دومره تیز چې د یوه نیم لکه چې بیخي زموږ خواته پام کیږي نه.

پولیس زما د اسنادو پوښتنه وکړه. پاسپورټ مې ورکړ. د پولیسو اووه اته موټره وو، یوه ته یې لاس ونیو:

– په دې موټر کې راسره کښینه زه به دې هوایي ډګر ته ورسوم

زه ورمخته شوم د پولیسو د دې واړه موټر په شاتني سیټ کې وسایل پراته و، نه پوهیږم چې څه و. پولیس زما لوی بکس د دې شیانو په سر باندې کیښود. ماته یې اشاره وکړه چې مخې ته ورسره کښینم. په لاره کې یې پوښتنې کولې:

-دلته اوسئ؟

-چیرته ژوند کوئ؟

-د څو ورځو په مخه راغلي وئ؟

-څه کار کوې؟

بیا یې د ټکر پوښتنه هم وکړه:

– څرنګه وشو؟

– زه شاته ناست وم ډیر پوه نه شوم خو دومره مې فکر شو چې د ټکسي مخ ته بل موټر ورو شو لکه بریک چې یې نیولی وي بیا دا موټر ښي لاس ته په سرعت تاو شو او ګړز شو له دې موټر سره ولګید.

د پولیس ښي لاس ته کمپیوټر ایښی و. ماته یې ښیښه راښکاریده، لکه چې له خپل دفتر سره ان لاین و. مخابره ورته راغله که د موبایل زنګ و. بل کس ته یې زما صفت وکړ، ورته ویې ویل، ښه سړی دی.

پولیس ته مې وویل:

-ستاسو چلند ډیر عالي و، ډیر ژر راورسیدئ

ده راته وویل:

-زه ویاړم چې دا دنده لرم

د هوایي ډګر د بهرنیو سفرونو یوې دروازې ته یې ورسولم. بیا یې پوښتنه وکړه چې د کوم هوایي چلند په الوتکه کې ځئ؟

-په کې ایل ایم کې

-لږ صبر

موټر یې مخته کړ، لږ ورو شو او د کې ایل ایم د الوتنو ځای یې پيدا کړ، بیا یې راته وویل چې راورسیدو.

ما مننه ترې وکړه. ده د خدای پاماني لپاره لاس رااوږد کړ. چې مخه ښه مې ورسره کوله، یوه شمیره یې راته تیره کړه او ویې ویل:

-که دې لږ هم بل ډول احساس کاوه دې شمیرې ته زنګ ووهه دستي به امبولانس راشي روغتون ته به دې یوسي.

 پرواز ته مې لا څلور ساعته پاتې دي. د کمپیوټر سر مې راټیټ کړ.

دالاس هوایي ډګر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب