دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد ایراني تبلیغاتي متخصصینو افغانستان ته د خپل سفر جزییات په ډاګه...

د ایراني تبلیغاتي متخصصینو افغانستان ته د خپل سفر جزییات په ډاګه کړل

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۰ مه) د ایران یوه ډله تبلیغاتي متخصصانو چې تازه یې کابل ته سفر کړی، د خپل سفر جزییات رسنیز کړي.

د دغه پلاوي مشر سید رضا صدرالحسیني ویلي چې کابل ته د سفر پر مهال یې د طالبانو له ګڼو چارواکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د یو شمېر رسنیو له مشرانو سره لیدلي.

هغه زیاته کړې چې د سفر پر مهال یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور( چې هغه اشغال ګڼلی) د افغانستان او ایران د اړیکو په پياوړي کیدو کې د رسنیزې دیپلوماسۍ پر ونډې، د افغانستان د شیعه ګانو پر وضعیت، له نړۍ سره د طالبانو د رژیم پر اړیکو، د طالبانو د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو پر مسلې او نورو مسایلو خبرې کړي دي.

 د هغه په وینا، طالب چارواکو سره یې د دوی رژیم کې د شیعه ګانو پر لږ حضور خبرې کړي او هغوی ورته ویلي چې د دې کار دلیل د امریکا او جمهوري نظام خلاف جګړه کې د شیعه ګانو لږه ونډه وه.

له دې سره، دغه ایراني تبلیغاتي متخصص زیاته کړې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري شیعه مذهبه او د طالبانو په مهمو مسایلو کې ښکېل دی.

طالب چارواکو د ایران د تبلیغاتي متخصصانو د یادو څرګندونو جزییات نه وو رسنیز کړي.

افغان څېړونکی او پخوانی دیپلومات غوث جانباز باور لري چې له دغه سفر څخه د ایران موخه په افغانستان کې د خپل نفوذ زیاتولو لپاره له رسنیزې لارې استفاده وه چې دا کار افغانستان ته په تاوان تمامیږي.

ایران د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، په کندهار کې چې د طالبانو د واک اصلي مرکز دی، د خپلو تبلیغاتي غوندو ترسره کول زیات کړي.

په دغو غونډو کې ډېر کله ځایي طالب چارواکي هم برخه اخلي.

ایران په افغانستان کې له پخوا راهیسې د فرهنګي یرغل په هڅو بوخت و او په ځانګړي ډول مذهبي او ژبني تفرقې ته یې لمنه وهله.

د ایران د دغه پلاوي سفر داسې مهال شوی چې د ایران په ګاونډ نیمروز ولایت کې ځایي طالب چارواکو د ایراني اسعارو پر چلښت بندیز لګولی او ویلي چې خلک باید لوحو او تابلوګانو کې د فرهنګي یرغل مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب