یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهماینونو او چاودېدونکو توکو نژدې ۵۷ زره ملکي افغانان وژلي

ماینونو او چاودېدونکو توکو نژدې ۵۷ زره ملکي افغانان وژلي

تاند(سې شنبه، د عقرب ۳۰مه) په کندهار کې نن د یوې زړې سرګلولې په چاودنه کې یو تن ووژل شو او بل ټپي شو. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې نن ملګروملتو اعلان وکړ چې په تېرو ۳۵ کلونو کې د ماین پاکۍ موسسو په افغانستان کې میلیونونه ماینونه او چاودېدونکي توکي له منځه وړي دي.

د کندهار د امینه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، نن ماسپښين د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د زړو وسپنو په یوه دوکان کې د یوې زړې سرګلولې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم اداره، اوچا وايي، د ماین پاکۍ موسسو له ۱۹۸۸ م کال څخه تراوسه پورې په افغانستان کې میلیونونه ماینونه او چاودېدونکي توکي شنډ کړي دي.

دې ادارې په عین حال کې ویلي چې له ۱۹۸۹ څخه تراوسه پورې نژدې ۵۶ زره ۹۲۳ ملکي وګړي په افغانستان کې په ماینونو او چاودېدونکو توکو وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په دې اساس په افغانستان کې هره میاشت په متوسط ډول ۱۱۰ تنه د ماینونو او چاودېدونکو موادو قرباني شوي دي.

اوچا پر خپله ایکسپاڼه کښلي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ ادارو په تېرو ۳۵ کلونو کې تر ۱۳ میلیونه ډېر چاودېدونکي توکي، ۷۶۴ زره پرسونل ضد ماینونه او د نقلیه وسایطو ۴۶۰ ماینونه پاک کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب