Homeخبرونهدفاع وزارت ډیورند کرښې ته څېرمه تر ۱۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

دفاع وزارت ډیورند کرښې ته څېرمه تر ۱۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) طالب چارواکي وايي چې په ختیځو ولایتونو کې یې د ډیورند کرښې په اوږدو کې تر سلو ډېرې پوستې جوړې کړي دي.

دا پوستې په کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې جوړې شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي لوا قوماندان قاري معراج د ننګرهار حریت راډیو ته ویلي چې دا پوستې د دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد په امر جوړې شوي دي.

ځینو پوستو ته سړکونه هم تېر شوي او پر ځینو کار روان دی.

د افغانستان تلویزیونونو هم پرون د دیورند کرښې په اوږدو کې د نویو پوستو او سړکونو د جوړېدو چارې وښودې.

د سرحدي لوا قوماندان قاري معراج ویلي چې د تېر جمهوري حکومت په مهال د افغانستان پوستې له ډیورند کرښې یا صفري نقطې ۱۵ کیلومتره لېرې وې او دولتي ځواکونه صفري نقطو ته نه شوای تللی.

څه باندې دوې اوونۍ پخوا په تورخم کې د یوې پوستې د جوړېدو پر سر د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه چې یو ساعت یې دوام وکړ او ورپسې پاکستان د تورخم لار د یوې اوونۍ لپاره وتړله.

که څه هم د تورخم دروازې د بندولو او د سرحدي شخړې دلیل وروسته پاکستاني رسنیو د چترال له حملو سره تړلې وباله خو ظاهراً پاکستان وویل چې د طالبانو حکومت د دوی د موافقې خلاف پوسته جوړوله.

تېره میاشت د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وویل چې دوی له ګاونډیو هیوادونو سره په پولو کې په یوه کال کې شاوخوا ۶۰۰ سرحدي پوستې جوړې کړي او د سرحدي ځواکونو شمېر یې ۴۴ سلنه زیات کړی دی.

د ده په وینا د افغانستان ۲۰ ولایتونه او ۹۰ ولسوالۍ له شپږو هیوادونو سره پوله لري او په دغو پولو کې نژدې ۶۳ کنډکونه، ۳۷ کمپونه، ۱۰۸ بېسونه او ۶۰۰ پوستې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...