ليکنه: مقتصد ستړی
د نړیوال سیاست د پاملرنې په مرکز (افغانستان) کې په دې وروستیو کلونو د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو د افغانستان د پلازمینې کابل په نیولو سره وکولای شول چې د جګړې او تاوتريخوالي يو اوږد داستان چې دغه ډله يې لري په بریا سره ولمانځي.
په واک کې دا ناڅاپي بدلون د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف د نږدې دوه لسیزو له پای ته رسېدو سره سم هغه مهال رامنځته شو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت منتخب ولسمشر په بین الافغاني مذاکراتو د ټينګار ترڅنګ د اوږد مهاله اوربند غوښتنه کوله.
د طالبانو له راتګ سره سم افغانستان د سیاسي بدلون یو نوي پړاو ته داخل شو. دغې ډلې د اسلامي امارت د جوړولو اعلان وکړ او د اسلامي شریعت له تفسیر سره سم د حکومت کولو اراده یې په ډاګه کړه خو تېر ته په کتو سره يې چې د تاوتریخوالي ډک داستان لري د افغان انسان لپاره د حقونو او ازادیو په اړه اندېښنې، په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو ډلو په اړه هغه وخت په حقيقت بدلې شوې چې په يو ځانګړي فرمان کې يې په ښځو او انجونو د زده کړو لپاره بندېز ولګاوه.
له دې سره سم په افغانستان کې وضعیت د بشري ناورین لامل وګرځېد او تر اوسه دوام لري. په رپوټونو کې د خوراکي توکو کمښت، پاکو اوبو ته د لاسرسي نشتوالی او د روغتیايي خدمتونو محدودیتونه او داسې نور هغه څه دي چې له امله یې ډیری افغانان د ژوند له لومړنیو اړتیاوو سره لاس او ګریوان دي، زرګونه شمېر ځوانان له هيواد څخه وتلي او ګڼ شمېر نور یې په سختو قاچاقي لارو د مهاجرت پنډې ګرځوي. دا په داسې حال کې ده نړیوالې مرستندویه موسسې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره کار کوي خو په حقيقت کې بیا ددغو مؤسساتو کار او فعاليت د طالبانو او نړيوالو ترمنځ د سیاسي لانجې په سر کې ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو په وينا دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۸۴ سلنه کورنۍ یوازې د خوړو لپاره پور اخلي.
همدارنګه په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم کړکېچن دی. دغه هیواد د بېلابېلو وسله والو ډلو تر منځ د بریدونو او نښتو له امله د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ سربېره د افراطي عناصرو د شتون له کبله د نړیوالې اندیښنې په توګه پاتې دی او له همدې امله نه غواړي په افغانستان کې د واکمنې ډلې اوسنی حکومت کوم هيواد په رسمیت سره وپیژني.
که څه هم نړیواله ټولنه په افغانستان کې د وضعیت له نږدې څارلو خبرې کوي او همدارنګه بېلا بېل هېوادونه په دیپلوماتیکو هڅو بوخت دي حې طالبان وهڅوي بشري حقونو ته د درناوي ترڅنګ یو ټول شموله حکومت جوړ کړي خو وروسته له دوو کالونو لا هم افغان انسان له يو نامعلوم برخليک سره مخامخ دی.
طالبان دعوه لري چې د سيمې د ډېرو هېوادونو په پرتله د دوی حکومت ټولشموله دى او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په ګډون یې خپل تعهداتو باندې عمل کړی دی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د واشنګټن پر دوامداره دریځ ټینګار کوي چې طالبان باید د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره مشخص ګامونه پورته کړي. دهغه په خبره د طالبانو په رسمیت پیژندلو ته لا اوږده لاره پاتې ده.
طالبان نه يوازې دا چې نړيوال مشروعيت ترلاسه کړي، په کور دننه د ملي مشروعيت په لاسته راوړنه کې هم پاتې راغلي او د افغانستان خلک په بیا بیا سره د خپلو هغو ملي ارزښتونو، انساني او بنیادي حقونو غوښتونکي دي چې دغه ډله يې تر پښو لاندي کوي.
په تېرو څه دپاسه شلو کلونو کې سره له دې چې طالبانو له نړیوالو ښکېلو غاړو سره مخامخ او نا رسمي اړیکې درلودې او په وروستیو کلونو کې یې له امریکا سره مخامخ مذاکرات او د سولې خبرې درلودې مګر له افغان اړخ سره يې په اسانۍ ناستو ته هرکلی نه دی ویلی. ددې ترڅنګ طالبان د خپل امارت له تګلارې سره سم په هيواد کې د نورو سیاسي ډلو او خوځښتونو فعالیت ته غاړه نه ږدي.
که څه هم افغان انسان تمه درلوده چې له څلویښت کلنې جګړې وروسته به يې په هيواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي خو اوس يې دا تمه ځکه خپلې ده چې روانه بې ثباتي يې د کورنۍ شخړې سربېره د ژور بشري ناورین اندېښنې هم را پاروي.
ددې لپاره چې دغه اندېښنې د افغان انسان په هيلو بدلې شي پکار ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له حکومت او نورو اړخونو سره په ګډه پر یوه داسې میکانېزم سلا ته ورسېږي چې د شخړو پای ته رسېدو لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات اډانه وګرځي، ځکه چې ددې هيواد ثبات په ټولنه کې د ټولو خواوو په ونډې پورې اړه لري نو لازمه ده چې د ددوحې قرارداد له مخې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره چټک ګامونه واخيستل شي.
يانې ثبات پرته له دې چې بین الافغاني مذاکرات ترسره شي، ناممکن بلل شي.