جمعه, مې 17, 2024
Home+د انسان په روحي ژوند د ډله یيزو رسنيو منفي تاثيرات

د انسان په روحي ژوند د ډله یيزو رسنيو منفي تاثيرات

قدرت الله صدیقي

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د فلسفې او سایکالوژي پوهنځي ريیس

اساسي پوښتنه

ايا ډله یيزې رسنۍ د انسان په  رواني او روحې ژوند کومې منفي اغېزې لري او که نه؟

لنډيز  

د شلمې ميلادي پېړۍ د دوهمې نيمايي له (1960) کلونو راهيسې چې په ياده برخه کې د ترسره شويو څېړنو له لارې کوم شواهد راټول شوي دي په واضح ډول څرګندوي چې په تلويزيون، انټرنيت، ويډيويي لوبو، ګرځنده تليفونونو، او راديو کې د تاوتريخوالي ډکو خپرونو لکه جنګي سريالونه، فحشاء ته هڅوونکي فلمونه او سريالونه، د ملي کلتور خلاف ټول نمايشونه د ليدونکي په روان پراخه اغېزه ښندي او د دوی په ذهنيتونو کې له تاوتريخوالي نه ډک چلند خطر زياتوي.لکه څنګه چې په ريښتيني چاپيريال کې راګډ شوی تاوتريخوالی د دوی د ناوړه چلند خطر زياتوي. په اوسنو بياکتنو کې د دې څېړنو شواهد په جدي ډول ارزول شوي چې په اساس يې رواني تيوري رامينځته شوې ده.

دا تيورې څرګندوي چې ولې له تاوتريخوالي څخه را څرګند شوي خطرونه لنډ مهاله يا اوږد مهاله زيان رسونکي اغېزې لري؟

 په اخره کې د رسنيز تاوتريخوالي د اغېز کچه ټولنې ته د يو شمېر نورو پېژندل شويو متوجه ګواښونو سره پرتله کېږي ترڅو معلوم کړل شي چې دا څومره مهم خطرونه دي او څومره جدي تعقيب ته اړتيا لري؟.

دا چې اوس اطلاعات او رسنۍ د دولت څلورمه قوه ګڼل کېږي کومه ذهني، تصوري او آيډياله خبره نه ده بلکې د دې استعمال اساسي علت دا دی چې په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې زموږ په ټولنيز چاپېريال کې د ډله یيزو رسنيو لخوا زموږ په کلتور او ورځني ژوند د ځينو شيانو تحميلېدل دي. په دې نوي چاپيريال کې راډيو، تلويزيون، فلمونه، ويډيوګانې، ويډيو لوبې، ګرځنده تليفونونه، او کمپيوټري شبکې په پراخه پيمانه شتون او استعمال لري چې زموږ په ورځني ژوند کې مرکزي رول په غاړه اخيستی دی. حتٰی ډله یيزې رسنۍ زمونږ د راتلوونکي نسل په ښه والي او بدوالي، ارزښتونو، باورونو، او چلندونو ژور اغېز لري او تر څنګ يې زموږ رواني منظم سيستم هم مختل کوي او له رواني او جسماني ستونزو سره يې مخامخ کوي.

کليدي ټکي

ډله ايزې رسنۍ، تاوتريخوالی، رواني تيوري، ايډياله ټولنه، اليکترونکي وسايل، ګرځنده تليفونونه، څلورمه قوه، روحي او رواني ژوند، منفي تاثيرات

سريزه

رسنۍ او اطلاعات چې په ننني وخت کې ترې د  دولت د درې ګونو قواوو تر څنګ د څلورمې قوې په توګه يادونه کېږي نو دا يادونه او استعمال کوم غير منطقي عمل ندی ځکه دا هغه څه دي چې کولي شي د ټولنې سرنوشت ته تغيير ورکړي او معکوسې پايلې وزيږوي.

ټولنيزو رسنيو د ټولنې په بېلابېلو برخو مثبت او منفي اغېز کړی دی. د ټولنيزو رسنيو له ډلې  په ويب کې د خلکو د خبرو او ټولنيز کولو په لاره کې انقلاب رامينځته کړی. په سوداګرۍ ، سياست ، ټولنيز کولو او همدارنګه ځينې منفي اغېزې لکه سايبر ځورونې ، محرميت او جعلي خبرونو مثبت اغيز لري.

د دې لپاره چې په الکترونيکي رسنيو کې تاوتريخوالي ته د امپراتورۍ څېړنې درک کول د ټولنې لپاره د ګواښ په توګه ، او په دی پوهېدل چې ولې او څنګه تاوتريخوالي رسنۍ د يرغل لامل کېږي حياتي دي. په حقيقت کې ، رواني تېورۍ چې دا تشريح کوي چې ولې د رسنيو تاوتريخوالی دا ډول يو خطر دی ، اوس ښه رامينځته شوي. سربېره پردې ، دا تيوری دا هم تشريح کوي چې ولې په ريښتني نړۍ کې د تاوتريخوالي څارنه ، د کورنۍ په مينځ کې ، د ملګرو ترمنځ ، او په ټولنه کې  هم په کتونکي کې تيري کونکي چلند ته هڅوي.

کړنلاره

دا يوه کتابتوني او  ساحوي څېړنيزه مقاله ده چې په ليکلو کې يې د ټولنپوهنې، فلسفي، سياسي او ټولنيزو معتبرو کتابونو ،مقالو او  په عملي توګه د هېواد د بېلابېلو سيمو څخه په انلاين بڼه د پوښتنپاڼو له لارې د موضوع په اړه معلومات د شاه وخوا څلويښت ورځو په بهير کې راټول شو ، دا چې هېواد مو د نورې نړۍ پشان د يوې نړيوالې وبا د موجوديت شاهد دی نو ځکه د معلوماتو راټولول يو څه زيات وخت ونيو.

د معلوماتو په راټولولو کې مو د ټولنې تعليم يافته قشر په نظر کې ونيو او هڅه مو دا وه چې بايد په څېړنه کې د ښځو او نارينه انډول هم په نظر کې ونيسو مګر د يو لړ سنتي ستونزو له کبله پدې هڅه کې سل په سلو بريالي نشو ، مګر بيا مو هم د ټولنې سل تنه باسواده وګړو څخه څېړنه وکړه چې عمرونه يې د شل او شپېته کلونو تر مينځ وو ، چې لدې ډلې اتيا تنه نارينه او شل تنه يې ښځې وې ، چې د دوي معلومات مو دلته راخيستي او د تحليل او تجزيې وروسته مو په مقاله کې ځاي پر ځاي کړېدي.

موخې

ددې مقالې اسا سي موخې عبارت دي له:

  • په ټولنه کې د وګړو په رواني ژوند د رسنيو د منفي تاثيراتو پېژندل.
  • د رسنيو د منفي رواني اغيزو د مينځه وړولو د مېکانيزمونو لټول.
  • د دا ډول منفي تاثيراتو  په له مينځه وړلو کې  د ټولنې د غړو ونډې پياوړي کول.
  • د سالم محېط رامينځته کول او په آرامه فضا او هوساينه کې ژوند تېرول.
  • په علمي او اکاډميکو ساحو کې د وګړو په رواني ژوند د رسنيو د منفي تاثيراتو پېژندل.
  • د ډله ايزو رسنيو د رواني منفي اغېزو له زيانونو څخه د ټولنې خلاصون.

تېرو اثارو ته کتنه

د انسان په روحي او رواني ژوند د ډله ايزو رسنيو منفي تاثيرات موضوع باندې ډېرو ليکوالونو په مختلفو ژبو کې ليکنې کړي دي، ځکه دا ستونزه يواځې زموږ په ټولنه کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې شتون لري، د دې موضوع په اړه ليکلوال راول هيوس من (۲۰۰۷) وايې چې د شلمې ميلادي پېړۍ د دوهمې نيمايي (1960) کلونو راهيسې چې په ياده برخه کې د ترسره شويو څېړنو له لارې کوم شواهد راټول شوي دي په واضح ډول څرګندوي چې په تلويزيون، انټرنيت ، ويډيو لوبو ، ګرځنده تليفونونو، او راديو کې د تاوتريخوالي ډکو برنامو لکه جنګي سريالونه، فلمونه  او سريالونه، د ملي کلتور خلاف ټول نمايشونه د ليدونکي په روان پراخه اغېزه ښندي او د دوي په ذهنيتونو کې د تاوتريخوالي نه ډک چلند خطر زياتوي.( ۰۱:۰۷)

تلويزون د انسان په رواني ژوند يو څرګند تاثير لري .په روان باندې د تلويزوني تاثيراتو په برخه کې په امريکايي ټولنه کې د ګربنر او د هغه د همکارانو په لورې ډېر تحقيقات او څېړنې شوې دي ، چې اکثره يې په ماشومانو باندې د تلويزون د تاثيراتو په اړه دي (سټين او فريډريچ،۱۹۷۵).

د تاوتريخوالي د برنامو خپرېدل په ټولنيزو رسنيو او ځانګړي ډول تلويزون کې ځانګړی رول لري ، پورته ذکر شويو پوهانو (ګربنر او همکارانو) ثابته کړې ده چې په غربي ټولنو کې په تلويزون باندې د جنسي ځورونو ، جسماني ځورونو  او نورو تاوتريخوالو اړوند فلمونو او سريالونو خپرېدل په غربي ټولنو کې  يادو کړنو د رامينځته کېدو اصلي عامل  دی  او ډېرې پېښې له همدې اقتباس کېږي  ، همدارنګه په منځنۍ کچه په ماشومانو کې اتيآ سلنه تاوريخوالی او هغې ته سوق کېدل د تلويزوني سريالونو ، فلمونو ، کارتونونو او نورو کې راپيدا کېږي . په کُلي توګه هغه څه چې په تلويزوني سريالونو کې ليدل کېږي معمولاً د وګړو په روان تاثير اچوي(هيوس من، ميوس، پيډولسکی او ايرون،۲۰۰۳).

شواهدو دا په اثبات رسولې ده چې په مکرر او اوږد مهاله ډول د تاوتريخوالي څخه ډکو تلويزوني برنامو کتل په ماشومانو او لويانو کې د  مسلسل تاوتريخوالي سره اړيکه څرګندوي. انډرسن او بوشمن هم د جانسن او د هغې د ملګرو څېړنو ته اشاره کوي او وايې چې په واقعي توګه د ميډيا له تاوتريخوالي څخه ډکې خپرونې  په ماشومانو او لويانو باندې په  پراخه کچه اغيزه کوي (انډرسن او بوش من،۲۰۰۲).

د دې ترڅنګ په يوه بله څېړنه کې  د پام وړ شواهدو دا په ثبوت رسولې ده چې د تاوتريخوالي ريښه په هر فرد کې د ماشومتوب څخه ورځ تر بلې وده کوي چې د وخت په تيريدو سره  د تاوتريخوالی ځانګړتياوې تر بلوغ په  ثبات رسېږي (هوس من،۱۹۸۶).

رسنۍ او د هغې اهميت

ابلاغ يا رسونه هغه عمل دی چې په مرسته يې احساسات او افکار له يو شخص څخه بل شخص ته لېږل کېږي ، يا له يو ځاي څخه بل ځاي ته د پېغام رسولو ته ابلاغ وايي يا په بل عبارت : دا هغه پروسه ده چې خلک پکې خپل افکار ، احساسات او تاثيرات شريکوي او نور خلک ترې پېغام ترلاسه کوي.(۰۱:۱۰)

ډاکتر عبدالسلام خورشيد په خپل کتاب کې ليکي :

د صحافت لفظ له صحيفې څخه اخيستل شوی دی ، چې صحيفه په لغت کې کتاب يا رسالې ته وايي ، او په هغو موادو يې اطلاق کېږي چې په وقفه يې شکل په چاپي بڼه خپرېږي.

صحافت ته په انګليسي ژبه کې ژورناليزم وايي او له ژورنال څخه اخيستل شوی دی ، چې د ورځنيو معاملاتو د ثبت کتاب ته ويل کېږي ، او هغه خلک چې ژورنال ترتيبوي ،ژورناليست نومېږي ، نو نن سبا راديو او تلويزون هم په صحافت کې داخل شوي دي او ټولو ته د ابلاغيت ، اطلاع رسونې  يا رسنيو کليمه کارول کېږي.

په برټش ان سايکلوپيډيا British in cyclopedia کې د رسنيو په اړه ليکل شوي:

Making common or sharing of something between two or among several persons or groups or people. ( ۲: ۱۸۱)

څه موده مخکې دا مسئله مطرح شوه چې د هېوادونو د خونديتوب لپاره يواځي قوت بسنه نه کوي او اطلاعاتي وسايل هم ورته اړين دي ، پدې هم ټينګار کېږي چې د نړيوالو اړيکو په مطالعه کې بايد فردي او ټولنيز چلندونه هم مطالعه شي او پدې توګه يې د سياسي عمل نظريه هم خپله کړه ، نن سبا په نړيوالو اړيکو کې د هېوادونو پر خپل منځي اړيکو ډېر ټينګار کېږي ، بريښنايي پرمختګ په نړۍ انقلاب راوست  او د اطلاعاتو په مرسته د هېوادونو تر مينځ اړيکې ښې شوې ، په اطلاعاتو کې دا پرمختګ به د راتلونکې ستونزې حل کړي ، نويو پرمختګونو د هېوادونو تر مينځ اړيکې ښې کړي او لاندې درې ګوني موضوعات يې رامينځته کړل: نړيوالتوب ، د دولتونو تر مينځ د بې باورۍ فضا ايجاد ، د نړيوال سيستم زياتېدونکي اغيز ( ۲: ۱۸۵ – ۱۸۶)

د رسنيو ډولونه:

ننۍ دوره چې د تکنالوژۍ د دورې په نوم هم يادېږي د پيغامونو د ليږد او اخيستو لپاره پکې له ډول ډول وسايلو کار اخيستل کېږي چې د اړتيا مطابق يې دلته د يو څو مهمو څخه د بېلګې په توګه يادونه کوو:

الف – برېښنايي رسنۍ :

بريښنايې رسنۍ لکه راډيو ، تلويزون ، انټرنيت ، ټيپ ، سي ډي ، ډي وي ډي ، بريښناليک ، غږيز پېغام ، تصويري پيغام ، ډيش ، کېبل او داسې نور . چې راديو او تلويزون پکې ځانګړې اهميت لري ځکه نالوستي وګړي هم ترې ګټه اخيستی شي.

پدې رسنيو کې ولس ته بېلابېلې خپرونې خپرېږي او معلومات ورکول کېږي ، پخوا به چې، څوک له يوه کلي د باندې لاړ او بيا به بېرته راستون شو نو خلکو ته به يې د خپل سفر معلومات ورکول ، خلک له ترې ګردچاپېر ناست  ول او خبرې به يې ورله اورېدې ، مګر اوس د راډيو او تلويزون په مرسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه معلومات خلکو ته رسېږي ، په ښاري او ځينو اطرافي ساحو کې انټرنيټ نه هم خلک ګټه اخلي او په کمه موده کې له نړۍ ځان خبروي.

ب – چاپي رسنۍ :

ورځپاڼې ، مجلې ، کتابونه ، رسالې ، جريدې ، ژورنالونه ، قلمي نسخې او داسې نور د چاپي رسنيو وسايل دي ، دا هم خلکو ته اطلاعات او معلومات ورکوي ، مګر يواځې هغه څوک ترې ګټه اخيستی شي چې په ليک لوست پوهېږي ، د دې ډول رسنيو يوه اسانتيا داده چې بريښنا ته اړتيا نلري او هر مهال مطالعه کېدای شي.

ج – بصري رسنۍ

لوحې ، تياتر ، نقاشي ، مجسمې او داسې نور د بصري رسنيو وسايل دي ، ددې رسنيو په مرسته اطلاعات په تفريحي بڼه وړاندې کېږي ، د سرک پر غاړه ځړېدلې لوحې زرګونه خلک ګوري او معلومات ترې ترلاسه کوي ، همدارنګه سينما او تياتر ته ډير شمېر خلک راځي او په تفريحي بڼه ترې ډېر معلومات ترلاسه کوي. ( ۲:  ۱۹۷ – ۱۹۸)

المنډ په خپل کتاب Comparative Politics کې د اطلاع رسونې وسايل په څلورو ډولونو ويشلي دي:

الف – مخامخ غيری رسمي اړيکي : چې معلومات، اوازې او خبرونه پکې په شفاهي توګه سينه په سينه له يوې سيمې بلې ته انتقالېږي.

ب – ټولنيز غير سياسي جوړښتونه: د قبيلې د مشرانو، سردارانو ، مذهبي مشرانو او نورو له لورې عوامو ته د حکومتي پېغامونو انتقال او د کشرانو تر غوږونو رسول.

ج – سياسي متداخلاتي جوړښت: حکومتي ادارې او مامورين سياسي رهبرانو ته دا موقع برابروي چې دوي په سيمو کې د خپلې پاليسۍ عملي کولو لپاره لارښوونې ابلاغ کړي ، پدې طريقه کې سياسي رهبران ځکه ډېر مهم دي چې د سيمو اوسېدونکي له همدوي معلومات ترلاسه کوي.

د – ځانګړې رسنۍ : لکه کتابونه ، مجلې ، راډيوګانې ، ټلويزون ، ورځپاڼې او داسې نور چې په لوستو ټولنو کې د اطلاع رسونې تر ټولو غوره وسايل دي . ( ۲: ۱۹۰- ۱۹۲)

رسنيو د رامينځته کېدو عوامل

په اوسني وخت کې رسنۍ د بدن په رګونو کې د ويني مثال لري چې په اساس يې اړين خوراکي توکي د بدن بېلابېلو برخو ته رسول کېږي ، همداسې رسنۍ هم دي چې د څلورمې قوې په توګه ورڅخه دولتونه او نظامونو د خپلو فعاليتونو د بريا په موخه کار اخلي او مقابل لوری ورباندې کمزوری کوي، که رسنۍ شتون ونلري نو د اړيکو او ارتباطاتو کچه به خپل پخواني نزولي حالت ته وګرځي او له مياشتو مياشتو، کلونو کلونو او پېړيو پېړيو وروسته به هم د يوې ټولنې خلک د بلې ټولنې له اوضاع او پرمختګونو خبر نشي.

تبليغات ، ټولنيز پرمختګ، علمي پرمختګ ، ملي پراختيا ، کايناتو څخه خبريدل، اړيکې، د کلتورونو خپراوی، د تجاربو شريکول او حتی غبرګون هم له رسنيو سره مستقيمه او غير مستقيمه اړيکه لري.

انسان يو ټولنيز موجود دی تل غواړي د خپل حالت څخه بل او د بل له حالت څخه ځان خبر کړي او خپل معلومات ورسره شريک کړي، چې ددې کار لپاره تل هڅه کوي نوي وسايل او عصري لارې چارې رامينځته کړي. تل غواړي چې له نورې نړۍ سره اړيکي ولري ، او د يو کلي په توګه له نړيوالو ځان خبر کړي چې دا کار له رسنيو پرته ممکن ندی. ( ۱ : ۴۸۳)

روان او ټولنيزه سلامتي

ټولنيزه سلامتي هغه اصل دی چې د هرې ټولنې وګړي يې د رامينځته کېدو لپاره ډول ډول قربانۍ ورکوي ، د ځينو هغو څېړنو په اساس چې د امريکا متحده ايالاتو او ځينو اروپايي هېوادونو کې تر سره شوي په واضحه توګه وليدل شو چې پدې ټولنو کې وګړي د نورو کارونو ( دوستانو سره ملاقات ، تفريح، خوب، کورني کارونو ، خپلوانو سره ليدلو کتلو) او داسې نورو لپاره ډېر کم وخت لري چې اساس او علت يې د همدې ټولنيزو رسنيو تعقيب او په هغې کې زياته مشغولتيآ ده، ددې ټولنو وګړي د نورو ټولنو د وګړو په پرتله په ټولنيزو اړيکو کې او په ځانګړي ډول  په فزيکي ټوګه د خپلولۍ او فاميلي اړيکو په ساتلو کې ډېر وروسته پاتې دي ، ځکه دوي خپل زيات وخت د ټولنيزو رسنيو په تعقيب او ليدو تېروي او د نورو کارونو لپاره دومره وخت نلري.

برعکس  هغه ټولنې چې هلته د ډله ايزو رسنيو فعاليتونه محدود او په اسانۍ ورته لاس رسۍ نه کېږي وګړي يې د قوي ټولنيز انسجام لرونکي او تل په مستقيم ډول يو د بل سره په اړيکه کې وي، د وګړو تر مينځ يې صميميت زيات او عصبيت قوه يې هم زياته وي .( ۱ : ۴۸۶)

د روان د اغيزمنتيا عوامل

روح او روحي فضا د ژوند د نورو اړخونو په پرتله ډېره حساسه ده او له همدې فضا څخه د انسان ټول ژوند متاثره کېږي .

انسانان تل خپل ټول مادي امکانات او توکي د رواني نړۍ او رواني فضا د برابرښت ، صحت او سلامتۍ لپاره استعمالوي او د همدې نړۍ ډېره حساسه برخه ګڼل کېږي .

روان چې ځيني وګړي يې د روح او ځيني يې د سلوک په نوم تعبيروي ، نو زمونږ پدې مقاله کې ترې موخه دوهمي معنا ده چې انسان د خپلو انساني سلوکو او کړو وړو د سمون او چارو د ښه سمبالښت په موخه تل پدې هڅه کې دی تر څو داسې تګلارې غوره او داسې اهداف د ځان لپاره وټاکي چې انساني کړو وړو د ترسره کولو ارزښت وټاکي او په ژوند کې هر عمل د ارزښت د درجې په اساس ترسره کړي ، دا کار به له يو لورې په ټولنه کې د بې نظمۍ او هرج ومرج د رامينځته کېدو مخنيوی وکړي او له بل پلوه به هر عمل د يو ځانګړي شوق له مخې د ښکلا په درلودلو سره ترسره شي.(۰۹:۰۵)

د انساني ژوند معنوي اړخ چې تل تر مادي اړخ مقدم بلل کېږي د مادي اړخ په نسبت د ډېرو عواملو د تاثير لاندې واقع کېږي او له هغوي څخه د اغيزمنتيآ په اساس تغيير او بدلون مومي چې دا په انساني سلوکو کې تغيير او بدلون بالاخره د انساني ټولنې د تغيير او بدلون سبب ګرځي چې ددې عواملو له ډلې څخه په نننۍ نړۍ کې يو هم رسنۍ دي.

رسنۍ چې نن ورځ د دولت د درې ګونو قواوو تر څنګ د څلورمې او مهمې قوې په نوم ياديږي ، د ټولنيز نظم او سياسي هر اړخيز پرمختګ د وسيلې په توګه استعمالېږي ، او له همدې لارې تل په يو او بل رنګ د دولت د اهدافو د حصول په موخه اقدام صورت مومي ، په کم مصرف او پرته د انساني ضايعاتو څخه  تنها د اقتصادي مصارفو په اساس دولتي اهداف پکې لاسته راځي نو ځکه ورته نن ورځ ډېره پاملرنه کېږي.

فکري جګړه چې نن ورځ د جګړو يوه پرمختللې او حساسه نوعه ده د همدې رسنيو له لارې په چټکۍ سره روانه او د ټولنې هر غړی ترې په يو ډول متاثره ده او هر تن ترې اغېزمن شوی دی او يا د اغيزمن کېدو په درشل کې دی ، د همدې لارې کنټرولېږي ، پر مخ وړل کېږي او شدت ورکول کېږي ځکه نن سبا هر شخص په يو نه يو ډول هرو مرو د ټولنيزو رسنيو سره تړلی دی اود رسنيو په واسطه د بېلابېلو کلتوري موډلونو په ليدو او خوښېدو خپل ژوند د هغې مطابق جوړول غواړي.

تبليغات، پروپاګند، کلتوري اشاعه، ديني او مذهبي خپرونې، ژبنيو نوښتيزو مسايلو ته شدت ورکول، سياسي طرحو تطبيق په موخه ذهنيت سازي، د هوسا ټولنې د رامينځته کېدو لپاره ذهنيت سازۍ او دې ته ورته په سلګونه موضوعات له همدې لارې مطرح او پر مخ وړل کېږي، چې د سلوکو په بدلون ژور تاثير لري.(۲۴:۰۹)

نو په لنډه توګه ويلاي شو چې د هر څه په نسبت رسنۍ د روان په تغيير ډېر څرګند تاثير او اغېز پرې باسي او هغې ته تغيير ورکوي ، چې په نتيجه کې روان يا مثبت او يا هم منفي لور ته خوځښت مومي او رهنمايي کېږي.

په روان باندې د تلويزيون تاثيرات

تلويزون د انسان په رواني ژوند يو څرګند تاثير لري .په روان باندې د تلويزوني تاثيراتو په برخه کې په امريکايي ټولنه کې د ګربنر او د هغه د همکارانو په لورې ډېر تحقيقات او څېړنې شوې دي ، چې اکثره يې په ماشومانو باندې د تلويزون د تاثيراتو په اړه دي .(۰۴:۱۱)

د تاوتريخوالي د برنامو خپرېدل په ټولنيزو رسنيو او ځانګړي ډول تلويزون کې ځانګړی رول لري ، پورته ذکر شويو پوهانو (ګربنر او همکارانو) ثابته کړې ده چې په غربي ټولنو کې په تلويزون باندې د جنسي ځورونو، جسماني ځورونو  او نورو تاوتريخوالو اړوند فلمونو او سريالونو خپرېدل په غربي ټولنو کې يادو کړنو د رامينځته کېدو اصلي عامل  دی  او ډېرې پېښې له همدې اقتباس کېږي، همدارنګه په منځنۍ کچه په ماشومانو کې اتيآ سلنه تاوريخوالی او هغې ته سوق کېدل د تلويزوني سريالونو ، فلمونو ، کارتونونو او نورو کې راپيدا کېږي . په کُلي توګه هغه څه چې په تلويزوني سريالونو کې ليدل کېږي معمولاً د وګړو په روان تاثير اچوي.(۰۴:۰۶)

په  ۱۹۷۲ميلادي کال کې د ګربنر تحليل ډېرې دردناکه پايلې درلودې، چې تحليل کوونکو نه شي کولی دوی تحليل ته د باور وړ درجه ورکړي. په څرګنده توګه د تلويزيون افسانوي کيسې او په هغوي کې خپرېدونکې وژنې، ګډوډۍ يا لاريونونه، په سوکانو وهل، د ټوپک ډزې او داسې نور فزيکي تاوتريخوالی وړاندې کوي. نوموړی وايې: کله چې يو ماشوم حتی عادي تلويزيون هم ګوري نو د تاريخوالي پراخه برخه مشاهده کوي چې د تاوتريخوالي د اضافه کېدو لامل کيږي. (۰۵:۱۲)

شواهدو دا په اثبات رسولې ده چې په مکرر او اوږد مهاله ډول د تاوتريخوالي څخه ډکو تلويزوني برنامو کتل په ماشومانو او لويانو کې د  مسلسل تاوتريخوالي سره اړيکه څرګندوي. انډرسن او بوشمن هم د جانسن او د هغې د ملګرو څېړنو ته اشاره کوي او وايې چې په واقعي توګه د ميډيا له تاوتريخوالي څخه ډکې خپرونې په ماشومانو او لويانو باندې په  پراخه کچه اغيزه کوي.(۰۱:۰۳)

د دې ترڅنګ په يوه بله څېړنه کې  د پام وړ شواهدو دا په ثبوت رسولې ده چې د تاوتريخوالي ريښه په هر فرد کې د ماشومتوب څخه ورځ تر بلې وده کوي چې د وخت په تيريدو سره د تاوتريخوالی ځانګړتياوې تر بلوغ په  ثبات رسېږي .(۱۲۷:۰۸)

رسنۍ (تلويزون) د ټولنيز او رواني سلوک د يو زمينه ساز عنصر په توګه

رسنۍ هغه څه دي چې په اساس يې د يوې ټولنې د وګړو کړه وړه او تجارب په مستقيم ډول د بلې ټولنې وګړو ته انتقاليږي او په هغوی کې د يو ډول خوځښت د رامينځته کېدو سبب ګرځي.

تلويزون د فرهنګي انتقال يوه وسيله ده چې په اساس يې وګړي د پخوانيو او نورو سيمو له کلتورونو څخه خبر ترلاسه کوي.

همدارنګه تلويزوني خپرونې دي چې په اساس يې د ټولنې واقعيتونه راسپړل کېږي او د وګړو تر غوږونو او اذهانو ور رسول کېږي ، وګړي د فرهنګ منلو ته تيارېږي  او يا يو د بل په مقابل کې عکس العمل ته تيارېږي چې دواړه حالتونه د وګړو په ټولنيز کردار او سلوک دلالت کوي.

تلويزون او رسني اکثره واقعيتونه د حقيقت څخه په لوړه پيمانه خلکو ته څرګندوي او دا چې اکثره عيني بڼه لري نو خلک يې ژر منلو ته ليواله کېږي ، چې دا کار په انسانانو کې د خيالي نړۍ د ظهور او د هغې د لټې فکر پيدا کوي چې په اساس يې نوښتونه او کشفيات رامينځته کېږي او ټولنه له سنتي او ساده حالت څخه نوي او پېچلي حالت ته بيايي.  (۱: ۴۹۰)

په روان باندې د رسنيو د منفي تاثيراتو د مخنيوي ميکانيزم

ددې لپاره چې د يوې ټولنې رواني فضا له هرج ومرج او د رسنيزو  له منفي تاثيراتو خوندي شي بايد لاندې لارې چارې په کار واچول شي:

  1. په ټولنيزو رسنيو کې د مبالغاتو د نشر څخه ډډه کول .
  2. د هغو مسايلو له نشر او پخش څخه ډډه کول چې د انسانانو تر مينځ د نفاق او تربګنيو د زږېدو سبب ګرځي.
  3. د نړيوالې اجماع لپاره د بېلابېلو برنامو طرح کول.
  4. د سريالونو او فلمونو په ځاي تعليمي برنامو خپرولو ته مخه کول.
  5. د لويانو د نظر لاندې ماشومانو ته د تلويزون کتلو اجازه ورکول.
  6. له اړتيا پرته د تلويزون نه استعمال.
  7. په تلويزونونو باندې د ويرې اچونکو پروګرامونو د نشر مخنيوي.
  8. د تاوتريخوالي اړوند هر ډول سريالونو او فلمونو د نشر مخنيوی.
  9. د نظامي تبليغاتو د نشر مخنيوی.
  10. په هره ټولنه کې د هماغې ټولنې د کلتور مطابق د کلتوري تقويې د برنامو نشرول.
  11. د نشرياتو لپاره د ځانګړي ميکانيزم او مهال ويش شتون.
  12. د ټولنيزو رسنيو د تعقيب لپاره د ځانګړي وخت په نظر کې نيول.(۴۹۳:۰۱)

پايله

د پوښتنپاڼې له لارې مو د موضوع اړوند معلومات راټول او تحليل تجزيه مو کړل چې اکثريت يې په ټولنه کې د ټولنيز رسنيو د منفي تاثيراتو په زياتوالي بارومند ول او غوښتنه يې دا وه چې که رسنۍ او د دوي فعاليتونه کنټرول او تر سانسور وروسته نشر ته وسپارل شي نو غوره به وي.

وروستۍ پايله

د تحقيقاتو او څېړونو څخه دا څرګنديږي چې د رسنيو له لورې د لمړنيو موادو د نه تحليلولو او کنټرولولو (سانسورولو) نه يواځې په ماشومانو بلکې د ټولنې په هر قشر باندې پراخه اغېزه کړی ده، د رسنيو لخوا د تاوتريخوالي ډکې برنامې د انسانانو په ذهني او روحي اړخونو ژورې اغېزې کړي، چې دا په راتلونکي کې اوږد مهاله او لنډ مهاله ذهني او روحي ستونزې زيږوي.

په ټولنه کې د  ښوونکو او والدينو لپاره نن ورځ ترټولو لويه موضوع د ماشومانو او لويانو  په چلند کې د رسنيو له لورې د تاوتريخوالي څخه د ډکو برنامو د خپريدلو اغېز دی، کوچني ماشومان د تاوتريخوالي د تحليل او مقابلې لپاره محدودې ادراکي وړتياوې لري او ژر بې لارې کيداي شي.

ډاکټر بنيامين سپاک د دې ملاتړ کوي چې د څلورو کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان بايد په ميډيا کې د تاوتريخوالي څخه د ډکو برنامو له ليدلو څخه وساتل شي ځکه همدغه زموږ راتلونکی نسل دی.

په 1950 لسيزه کې د تلويزيون د پېژندل کېدو راهيسې  ټلويزوني خپرونو د ټولنې هر اړخ اشغال کړی دی. چې دغه له تاوتريخوالي څخه ډکو برنامو د کوچنيانو او لويانو عصبي توازون او عادي حالت له مينځه وړی دی، نو اړينه ده چې لويانو ته له تلويزون څخه د ګټې اخيستنې سالمې لارې وښودل شي او د منفي اغيزو يې لويان او کوچنيان وژغورل شي.

ګراف ۱.۱

مګر د معلوماتو له راټولولو څخه مو دوه ډوله معکوسې او غير مترقبه پايلې هم ترلاسه کړې چې دا زما لپاره يوه نوې خبره وه او هغه دا چې سلو تنو پوښتونکو کسانو له ډلې مو شل ښځې انتخاب کړې چې بيا مو د دوي معلومات سره پرتله کړل د دواړو جنسونو په معلوماتو کې  د موضوع د وضاحت په موخه څرګند اختلاف شتون لري او هغه دا چې :

د (80) تنو نارينه له جملې (20) تنه پدې باور وو چې په ټولنه د ډله ايزو رسنيو مثبت تاثيرات تر منفي تاثيراتو زيات دي.

مګر په ښځو کې بيا صرف پنځو تنو شتون درلود چې په ټولنه کې د رسنيو د منفي اغېزو په زياتوالي يې باور درلود.

د پوښتنپاڼو له لارې چې د څېړنې په پايله کې د موضوع په اړه کوم معلومات راټول شول په واضحه توګه څرګندوي چې په افغاني ټولنه کې د رسنيو د نه سانسور او غربي کلتور خپرونکو رسنيو فعاليتونه ددې سبب ګرځېدلي دي چې د انسان په روحي او رواني ژوند د مثبتو تاثيراتو په نسبت د منفي تاثيراتو اغېزې زياتې دي او وګړي يې د بې لارۍ لور ته روان کړې دي مګر يو شمېر پدې آند دي چې رسنۍ  فعاليتونو ګټې هم لري ، خو د دواړو ډلو د نظرياتو تر مينځ د فيصدۍ واټن ډېر زيات دی.

دوهمه مسئله چې راته واضحه شوه هغه په افغاني ټولنه کې د رسنيو د فعاليتونو د کنټرول او سانسور مسئله وه چې پدې برخه کې هم بيا د دواړو ډلو د نظرياتو په مجموعه کې يو څه توپير ليدل کېږي ، پدې معنا چې نارينه د ټولنيزو رسنيو د منفي اغيزو د مخنيوي او يا بېخي له مينځه وړلو لپاره د رسنيو په سانسور او د رسنيزو فعاليتونو په کنټرول باورمند دي. مګر ښځې بيا د نارينه و په نسبت د بيان د ازادۍ د اصل په بهانه يا هغې ته د معتقد والي  په اساس د رسنيزو فعاليتونو په نه سانسور او نه کنټرول باورمندې دي.

ګراف ۳.۱

له هر اړخيزو څېړنو څخه ښکاري چې د رسنيو له لارې د تاوتريخوالي څرګندونکي فعاليتونه د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د  عامو وګړو ، محصلينو ، متعلمينو ، ښوونکو ، استادانو او نورو ټولو په رواني اړخ  اوږد مهاله منفي تاثيرات اچولي دي چې جبران يې يو آيډياله او د انسان له وسه نور پورته ښکاره کېدونکې مسئله برېښي.

په سوشل ميډيا کې ښکېلتيا د وخت د بې ځايه مصرف کېدنې تر څنګ د وګړو اذهان تاو تريخوالي لور ته متوجه کړي دي او له ملي او پراختيايي مسايلو يې لرې کړي دي د نورو اړينو فعاليتونو مخه يې نيولې ده ، حتٰی زمونږ د ټولنې ډېری ځوانان اوس هم د تفريح لپاره سينماګانو ته ځي او يا په کور کې د لهولعب سريالونو په ليدو او ګيمونو په کولو سره ځانونو ته ارامي ورکوي چې د نشه ايي توکيو په شان ورباندې روږدي شوي هم دي.

مناقشه

  • د ټولنيزو او ډله ايزو رسنيو غلط استعمال د وګړو په روان باندې د منفي تاثيراتو په اساس اوس وخت کې په يوې سترې ټولنيزې ناروغي بدل شوی دی .
  • د ددې رواني ستونزو رامينځته کېدل اساساً په غلط استعمال پورې اړه لري او بايد د غلط استعمال مخنيوي يې وشي.
  • د ټولنې د بېلابېلو اقشارو رواني سلامتي او برعکس د هغوي رواني ناروغيو  يو له اساسي عواملو څخه همدا موضوع تشکيلوي چې په اړه يې د ټولنې او دولت له لورې اساسي  تدابيرو نيولو ته اړتيا ده.

Negative Effects of Mass Media on Human Spiritual and Psychological life.

T.Asst. Qudratullahsaddiqi Shiekh Zayed University Faculty of Social Science (Department of Philosophy and Sociology)

Evidence gathered through research conducted in this area since the second half of the twentieth century (1960s) clearly shows that violence in television, the Internet, video games, mobile phones, and radio, documentary programs such as war dramas, pornographic films and serials, all anti-national shows and appearances escalate the broader impact on the viewer and increase the risk of violent behavior in their minds. As real-life violence escalates their risk of abuse. In the present review, the evidence of this research has been seriously evaluated, on the basis of which psychological theory has been developed. This theory explains why the risks posed by violence have short-term or long-term detrimental effects?

Finally, the extent of the impact of media violence is compared to a number of other well-known threats to society in order to determine how important these threats are and how serious they need to be pursued.

The fact that information and media are now the fourth pillar of the state, it is not a mental, imaginary or idealistic thing but the main reason for its use is that in the twentieth and twenty-first centuries in our social environment by mass media in our culture and daily life some things are imposed. In this new environment, radio, television, movies, videos, video games, mobile phones, and computer networks are so widely available and used that they play a central role in our daily lives. Even the mass media has a profound effect on the good and bad of our next generation, values, beliefs, and attitudes, as well as disrupting their psychological system and causing them psychological and physical problems.

اخځليکونه

  1. ګيدنز ، آنتوني . (۱۳۸۲) . جامعه شناسي ، ترجمه منوچهر صبوري . ايران : انتشارات تهران.
  2. ملک ، محمد اصف آو انجم ، تمګين .(۱۳۹۴). سياسي ټولنپوهنه . د مير احمد ياد ژباړه . کابل : ګرديز علمي خپرندويه ټولنه.
  3. Anderson, C. A., & Bushman, B. J. (2002). The effects of media violence on society. Science, 295(5564), 2377-2379.
  4. Almond, G. A. (1974). Comparative politics today, 9/e. Pearson Education India.
  5. David Altheide, Creating Reality: How TV News Distorts Event (Beverly Hills, California: Sage,1976) – a discussion still relatively accurate. Of the influence of the medium in the message.
  6. Gerbner, G., Gross, L., Morgan, M., Signorielli, N., & Shanahan, J. (2002). Growing up with television: Cultivation processes. Media effects: Advances in theory and research, 2(1), 43-67.
  7. Huesmann, L. R. (2007). The impact of electronic media violence: Scientific theory and research. Journal of Adolescent health, 41(6), S6-S13.
  8. Huesmann, L. R. (1986). Psychological processes promoting the relation between exposure to media violence and aggressive behavior by the viewer.
  9. Huesmann, L. R., Moise-Titus, J., Podolski, C. L., & Eron, L. D. (2003). Longitudinal relations between children’s exposure to TV violence and their aggressive and violent behavior in young adulthood: 1977-1992. Developmental psychology, 39(2), 201.
  10. Nicholson, W. (1809). The British encyclopedia, or, Dictionary of arts and sciences
  11. Ray Hebert and Carl Rouss (ads), The Impact of Mass Media (New York: Longman,1986) – looks at impact of Miss Communication on gender, society and violence.
  12. Stein, A. H., Friedrich, L. K., & Stein, A. H. (1975). Impact of television on children and youth. Chicago: University of Chicago Press.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب