تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۵ مه) د اسلامي همکارۍ سازمان د دیني عالمانو پلاوي د افغانستان د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو ته یادونه کړې چې د افغانستان حکومت مکلف دی چې هم ښځو او هم نارینه وو ته د زده کړو اسانتیا برابره کړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی پلاوي په افغانستان کې د پوهنې له وزیر مولوي حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم سره په کابل کې په دې اړه خبرې کړي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي:«د کتنو په ترڅ کې، دواړو خواوو په دې ټینګار وکړ چې ټول (اسلامي) علما په دې برخه کې یوه خوله دي چې زده کړه د ښځو او نارینه وو لپاره یو مکلفیت دی.»
د اسلامي همکارۍ سازمان د اعلامیې پر اساس، د مسلمانو عالمانو او مفکرانو پلاوی د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسید چې د افغانستان له دیني عالمانو او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره وویني.
دوی په دې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت دې ټولو نجونو او هلکانو ته په برابر ډول د زده کړو لار هواره کړي ځکه چې افغانان په ټولو برخو کې د نارینه وو او ښځینه وو تخصص ته اړتیا لري.
د طالبانو د اسلامي امارت چارواکو د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي ته د نصاب د بیاکتنې او په ټول هیواد کې د نجونو د تعلیم لپاره د خوندي چاپېریال په برابرولو کې د خپل حکومت د هڅو په اړه معلومات ورکړل.
دغه پلاوي د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل، هغه ته یې وویل چې زده کړه د مسلمانانو ګډه اړتیا ده او په جګړه ځپلي هېواد افغانستان کې یې د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو د دریځ د بدلېدو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
د OIC لخوا په یوه جلا خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی افغانستان ته د OIC د علماوو د پلاوي د سفر د پایلو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پلاوي له افغان علماوو او چارواکو سره د OIC لپاره د ډېرو مهمو موضوعاتو لکه په اسلام کې د زغم، د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه څو ناستې وکړې.