تاند: (جمعه، د وږي ۱۰ مه ) د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
ورځپاڼې د پولیسو په حواله ویلي، چې دغه ماشومه د سې شنبې ورځې په ماښام لادرکه او جسد یې د چهارشنبې په ورځ د ګنیو په پټي کې پيدا شو.
د ورځپاڼې په باور، د لومړنیو معلوماتو له مخې پر دغې نجلۍ له وژلو مخکې جنسي تیری هم شوی دی.
تراوسه د پیښې لامل او انګیزه نه ده معلومه.
څه موده مخکې په اسلام اباد کې هم پر یوې افغانې نجلۍ د جنسي تېري او بیا یې د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و.
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، سلګونه زره افغانان هېواد پرېښودو او ګاونډیو هېوادونو ته په تلو مجبوره شوي، چې وخت په وخت ورسره د ورته پېښو ترڅنګ د پولیسو د ناوړه چلند خبرونه ورکول کیږي.
کوم نر طالب واکدار به پیدا شی چی په افغان نجلی غیرت وکړی او خپل آواز جګ کړی؟ الله دی یدی ملایانو خویندی او میندی په همدی سرنوشت ګرفتاره کړی چی یو با امن او کاری ماحول یی و نشو کړای خلکو ته آماده کړی ـ طالب مشران خپلی چړچی کوی د انتحاریانو میندی په مفته نکاح کیږی ، یوې مړی ډوډی پسی بغاری وهی ـ