شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: خپلو موخو ته رسیدلي یوو، حکومت به مو افغانانو ته...

مولوي کبیر: خپلو موخو ته رسیدلي یوو، حکومت به مو افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي

تاند: (جمعه، د وږي ۱۰ مه )  د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او طالبانو سره په کتنه کې ویلي، چې د دوی تحریک خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي.

د نوموړي دفتر د یاد خلکو له قوله لیکلي، چې د طالبانو د حکومت او ولس ترمنځ واټن نشته، خو د دوی په ادعا، د  اسلامي نظام ضد کړۍ تل د طالبانو خلاف منفي تبلیغات کوي.

دوی زیاته کړه، چې ټول افغان قومونه د نظام د ټېنګښت او دوام لپاره یو شان نظر لري او په دې برخه کې د اندېښنې وړڅه نشته.

طالب چارواکي تل په افغانستان کې د وضعیت د ښه ښودلو لپاره داسې څرګندونې کوي، خو مخالفان یې بیا وضعیت یو مخ خراب او له ناورینه ډک څرګندوي.

یو شمېر منځلاري ارزونکي بیا باور لري، چې افغانستان نه هغسې دی، چې طالبان یې ادعا کوي او نه هغسې خراب وضعیت لري، لکه مخالفان یې چې یادوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو افغانستان امن کړی، خو د ښځو حقونه یې نقض کړي او له واکمنیدو سره یې بېوزلي او فقر په پراخه کچه زیات شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب