پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهلندن: یو افغان کډوال د البانیایي نجلۍ د جنسي ځورونې په تور...

لندن: یو افغان کډوال د البانیایي نجلۍ د جنسي ځورونې په تور محاکمه شو

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۹ مه ) د برېتانیا په مرکز لندن کې یوې محکمې، یو افغان پناه غوښتونکی د یوې ۱۲ کلنې البانیایي نجلۍ د جنسي ځورونې په تور په ۱۲کاله بند محکوم کړی.

ویل شوي، چې دغه محکوم شوی افغان ۲۵ ویشت کلن دی او سخي داد احدي نومیږي.

هغه تورن دی، چې د لندن په کوینس هوټل کې چې د پناه غوښتونکو په هوټل پېژندل کېږي، یوه البانیايي ۱۲کلنه کډواله نجلۍ دوه واره له جنسي پلوه ځورولې ده.

احدي چې په لنډمهالي هوټل کې هستوګن و، له هغې ډلې افغانانو دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بریټانیا ته وړل شوی او هلته یې ادعا کړې وه، چې د طالبانو له ویرې راتښتېدلی دی.

د هغه محاکمه کوونکي قاضي، نوموړی یو خطرناکه سړی بللی او په ۱۲ کاله بند یې محکوم کړی دی.

دغه محکوم شوي افغان په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...