جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهضیایف: په افغانستان کې د ریللارې جوړېدا د ازبکستان لپاره تر ټولو...

ضیایف: په افغانستان کې د ریللارې جوړېدا د ازبکستان لپاره تر ټولو نژدې او خوندي لار برابروي

تاند(جمعه، د اسد ۲۷ مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن (جمعه) له پانګوالو سره په پرانیستي دیالوګ کې په افغانستان کې د ریللارې د جوړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ازبکستان د رسنیو د راپور له مخې، ضیایف د افغانستان په خاوره کې ریللار د خپل هیواد لپاره ګټوره وبلله او ویې ویل، که دا لار جوړه شي له جنوبي اسیا سره به د ازبکستان د وصلېدو لپاره تر ټولو اقتصادي او خوندي لار وي.

میرضیایف وویل، د سوداګري راکړو ورکړو او نورو کاروبارونو یوه تر ټولو لویه ستونزه د ترانسپورت لګښت دی.

ده زیاته کړه«د قرغیزستان، ازبکستان، چین ریللارې، چې ۳۰ کاله پخوا جوړه شوه، سوداګرو ته امکان برابر کړ چې ترانسپورتي لګښتونه یې کم شي او د کاروبار شرایط ښه او اسانه شي.»

د ازبکستان ولسمشر هیله څرګنده کړه چې دا دوې ریللارې به د ازبکستان د اقتصاد له پیاوړتیا او اقتصادي خپلواکۍ سره مرسته وکړي.

 د ازبکستان، پاکستان او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان استازو تېره میاشت په اسلام اباد کې د افغانستان له مزارشریف څخه تر پاکستان پورې د ریللارې پر جوړولو موافقه وکړه.

په دې ریللار په ۲۰۱۸ م کال د درو هیوادونو چارواکو موافقه کړې وه خو په افغانستان کې ناامنۍ او د سیاسي نظام بدلون سبب شو چې د جوړېدو چارې یې وځنډېږي.

په افغانستان کې د ریللارې د جوړېدو په صورت کې به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګري مالونو رسیدا له ۳۵ ورځو څخه ۳ تر ۵ ورځو ته رالنډه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...