جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ نن په اسلام اباد کې ستره غونډه لري

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په اسلام اباد کې ستره غونډه لري

تاند: (جمعه، د زمري ۲۷ مه )   د پښتون ژغورنې غورځنګ، نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ستره غونډه لري.

د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې پاکستاني پولیسو یې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې اسلام اباد ته د موټرو د تلونکو کاروانونو مخه نیولې ده.

نوموړي د اګست پر ۱۸مه سهار وختي پر فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پولیسو د غورځنګ غړي او پلویان په بېلابېلو لارو کې ایسار کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې “د تړل شویو سړکونو، خنډونو، د پولیسو تشدد او ګرفتاریو باجود د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د اسلام اباد پر لور روان دي.”

نوموړی لیکي، چې د دوی په وړاندې خنډونه د پنجاب پرتله په خیبر پښتونخوا کې زیات دي.

پاکستاني پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ، له څو کلونو راهیسې د لر او برو افغانانو د حق غوښتنې لپاره مبارزه کوي، چې بیا- بیا یې پاکستاني ځواکونو مشران نیولي، بندیان کړي او یو شمېر فعالان یې وژلي او نادرکه کړي هم دي.

د پاکستان مطبوعات، د دغه هېواد د پوځ په امر د یاد شوي غورځنګ د غونډو او فعالیتونو له رسنیز پوښښ څخه منع دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...