جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهنن او سبا بیا په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او...

نن او سبا بیا په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلونو اټکل شوی

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه ) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا (د روانې مياشتې له ۲۴ څخه ۲۵ نېټې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد شوي وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل) په سیندیزه حوزه کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د جلال آباد، کنړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې موجود دي.

سرچینه زیاتوي:« له هغو خلکو د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، هیله کېږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.»

په وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ورښتونو او سېلونو له امله د درنو مالي او ځاني زیانونو خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...