جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپدرام: ټول ګاونډیان فکر کوي چې یوازې طالبان په افغانستان کې ثبات...

پدرام: ټول ګاونډیان فکر کوي چې یوازې طالبان په افغانستان کې ثبات راوستلی شي

تاند(چهارشنبه، د اسد ۱۱ مه) د طالبانو د حکومت مخالف او د فدرالیزم پلوی لطیف پدرام وايي، د سیمې هیوادونه په افغانستان کې ثبات غواړي او فکر کوي چې له طالبانو پرته بل څوک ثبات نه شي راوستلی.

ښاغلي پدرام، چې ځان د ملي کانګریس ګوند مشر بولي، په یوه لیکنه کې ویلي چې د سیمې او له سیمې دباندې یو شمېر هیوادونو ته یې رسمي سفرونه کړي او د هغو له چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

پدرام ویلي:«د دغو سفرونو په منځ کې یو سفر ایران ته و او د دغه هیواد له جګپوړو چارواکو سره وږغېدم، دوی ټولو (په افغانستان کې) د مضبوط نظم خبره کوله او د دوی په وینا دا نظم ګواکي یوازې د طالبانو امارت راوستلی شي؛ او د دغو چارواکو دلیل دا و چې په وروستیو دوو کلونو کې داسې حقیقي اپوزیسیون او د مقاومت جریانونه چې طالبان له خطر سره مخامخ کړي او وننګوي نه عملاً رامنځته شول او نه په سیاست کې یې څرک ولګېد. خو زما بحث دا و او دی چې طالبان داسې ستونزه ده چې د انحصارغوښتنې پر مشکلاتو سربېره د پښتنو شوونیزم هم دی…»

پدرام د خپلو څرګندونو په دوام کې د پيښتنو پر ضد، چې ده پښتون شوونیزم بللی، د خپلو مبارزو مخینه څو لسیزه پخوانۍ بللې ده.

پدرام د افغانستان د خلق د دیموکرایتک ګوند د پرجم ډلې غړی و، هغه ډله چې ځینې کسان یې ډېری غړي په پښتون دښمنۍ تورنوي.

پدرام، چې د لوی ایران او خراسان د جوړېدو هیله لري، په خپله لیکنه کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه نهیلی ښکاري خو دې ته هم خوشبین نه دی چې که بیا د ۲۰۰۱ په شان نړیوال ايتلاف رامنځته او د طالبانو رژیم وپرزوي نو د ده هیلې به پوره شي.

«فرض کړئ همدا طالبان، د هیواد پر جغرافیې همدا مسلط امارت که ژر یا په ځنډ د یوه نړیوال ايتلاف له لوري وځپل شي، بیا به هم زما لپاره په نهایت کې کوم مهم څه نه وي؛ یعني دا چې د پښتنو فاشیزم له منځه نه ځي، بیا به هم موږ یوو او د پښتنو فاشیزم او د هغوی سیمه ییز او نړیوال دفاع کوونکي، چې بیا یو پښتون او پښتانه به د مشرتابه لپاره وړاندیز کوي. نو په یوه جمله کې ویلی شم چې د طالبانو ټینګ نظم په نهایت کې د پښتنو د دوامدار نظم ادامه ده.»

پدرام، چې د خپلې لیکنې په ځینو ځایونو کې د افغانستان لپاره د خراسان نوم کارولی، په نهیلۍ لیکي:

«زما نتیجه دا ده؛ هیڅ بهرنی ژغورونکي (نه لوېدیځ او نه ختیځ) شته. د افغانستان/ خراسان ولسونه باید په خپله د ځان ژغورونکي شي.»

پدرام په خپله لیکنه کې دا هم ویلي چې په څو څیړنیزو مرکزونو کې یې په افغانستان کې د فدرالیزم په ننګه ویناوې کړي او له سختو پوښتنو سره مخامخ شوی دی.

7 COMMENTS

  1. د پدرام خراسان قدرت ته دستميانو درسيدو د لاري نقشه ده چي هيڅکله لکه د ليوني د خوب په څير عملي کيدۍ نشي. دۍ جناب د لومړۍ د خراسان جغرافيه تعريف کړي چي له افغانستان پرته نور ملکونه هم پکښي اوکنه?! لکه نيشاپور، سمرقند، بخارا او داسي نور. بيا د هم له ايران او تاجکستان څخه دخراسان سيمي وغواړي افغانستان خو يي خپل دۍ هغه به بيا وروسته خراسان کړي. مګر هر رنګه چي ووايى خبره هماغه ده چي واک غواړي او هغه هم شوتخرۍ.د هيواد په معاصر دور کي دوه ځلي دوي خپل بخت آزمييلۍ او اولس ته يى امتحان ورکړي چي پکښي ناکام شوي. نور يي نو بس ده. هغه پښتو متل چې وايي :پشۍ که په مخ پوزه لري، بيا به نکړي ويراني.

  2. TO PEDRAM;
    TALIBS ARE BOSS&OWNER OF AFGHANISTAN,
    IMIGRANTS CAN NOT BECOME OWNER,
    TALIBS ARE HISTORICALLY MAN OF YARD,
    TALIBS ARE GRAND CHILDREN OF AHMADSHAH BAABAA/MIRWIS BAABAA/GREAT AMANULLAH KHAN&MULLAH MOHAMMAD OMER MUJAHID.
    IF YOU ARE MAN COME TO THE FACE TO FACE FIGHT
    DONT CRY FROM FARAWAY.WHERE IS YOUR PARTY AND YOU.
    ZENDAHH BAAD PAYANDAH BAAD ALWAYS BE ISLAMIC EMARAT OF AFGHANISTAN

  3. که سوک وه غواړی که و نه غواړی، که سوک ژاړی او که خاندی، شواهد و قرائن او د او سنی نظام په وړاندی د ریسکونو او اسمپشنونو نژدی او لری تحلیل دا وایی چه دا اوسنی نظام د راتلونکی ۴۰ لسیزو لپاره تضمین دی. والله اعلم

  4. د تاجیکانو حماقت ددې لامل شو چې د هیواد ګڼ شمیر خلک د طالب طرفدار شي، تیر ه نیمه پیړۍ تاجیک دومره ظلمونه وکړل چې راتلونکو دوه پیړیو کېه هم ازاله نه شي. تاجیکان هوښیار خلک نه دي.

  5. دا خبیث او رزیل یو ناروغه او معذوره انسان په شکل کې د ابلیس پرکټې دي. نه پوهیږم چې دغه سره پښتنو څه چم کړي چې د تعصب غوټه یې دومر پړسیدلي. که کوم دوست ته پدې هکله معلومات وي نو لوستونکو سره دي شریک کړي

  6. له هغه سره ما ۵۰ کاله وړاندې دا غټ کار کړی دی نو ځکه یې پښتانه نه خوښيږي ! نور رازونه به یې نه وایم چې زه لوپر مالوم نشم !

  7. پدرام یو همجنس بازه انسان ده او پدرام ته صرفذیوه لاره پاتی چی فرانسه کی د همجنسبازانو کمیته جوړه کړی او مشری یې په غاړه واخلی او هغه پی حیثیت کسان چی ۹۹٪ دپدرام ټبر وه د جمهوری نظام کی همجنسبازی ته مخه کړی وه چی اوس ټول اروپا او امریکا ته انتقال شول راټول کړی او د هغو رهبری شی دی خراسان همجنسبازانو ملی کمیته د نوم لاندی رهبری کړې چی صرف همدغه ارمان یې ډیر زر پوره کیدای شې اوبس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب