Homeخبرونهحقاني: په افغانستان کې د داعش ګواښ د اندېښنې وړ نه دی

حقاني: په افغانستان کې د داعش ګواښ د اندېښنې وړ نه دی

تاند: ( جمعه، د سرطان دویمه)  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د دغه سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون هادي سینیرلیوغلو سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ګواښ د اندیښنې وړ نه دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

د ملګرو ملتونو استازي بشري حقونه د ټولو خلکو له اساسي حقونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو اندېښنې باید په پام کې ونیول شي.

حقاني له نړۍ سره د تعامل په اړه وویل: له افغانستان سره د نړۍ تعامل لا هم د شل کلن اشغال تر سیوري لاندې دی او دا د هغه وخت د سیاستونو تسلسل دی، چې موږ یې نه لرو.

طالب وزیر له نشه یي توکیو سره مبارزې ته په اشارې وویل: موږ د نشه یي توکیو په له منځه وړلو کې خپلې ټولې هڅې کړي او په دې برخه کې مو خپل مسوولیت ادا کړی دی. نړیواله ټولنه هم باید د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برابرولو کې د مرستې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او په دغه هېواد کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د دښمنانو هڅې یې ناکامې وبللې، وې ویل: داعش جنګیالي په افغانستان کې ښکاره حضور نه لري، ممکن په افغانستان کې د دوی محدود فکري ملاتړي ولري، خو د اندېښنې وړ خبره نه ده. د دې پدیدې څخه د زیاتو ذکر کولو څخه باید مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونه په پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګندوي.

1 COMMENT

  1. دا خبیث رښتیا وایې ، حقاني شبکه ، هیبتې ځناور د ترهګري او تروریزم پلار او داعش یې مور دي. د دغو دواړو نکاح ای آیس ای تړلي او سی ای ای او ام ای ٥ یې شاهدان او ایران یې د نکاح پلار دي.
    حقاني مسلي یا ډم ته د دغې خبري د کولو اړتیا نسته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...