چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهسراج الدین حقاني دشت دلیلي ته ورغلی

سراج الدین حقاني دشت دلیلي ته ورغلی

تاند:( شنبه ، د جوزا ۲۰ مه ) د  طالبانو  د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرون شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت دشت لیلي ته سفر کړی.

نوموړي د دغه سفر پر مهال، په دشت لیلي کې، د طالبانو د وژل شویو جنګیالیو لپاره دعا وکړه او دوی یې « د تاریخ نوم ورکي اتلان» وګڼل.

د طالبانو د تېر رژیم د سقوط پر مهال په دشت لیلي کې د دوی او عبدالرشید دوستم د ملېشو ترمنځ سختې جګړې وشوې، چې په پایله کې یې زرګونه طالبان د دوستم له لوري اسیران او بیا یې د وژل کیدو خبرونه ورکړل شول.

طالبانو تراوسه په دغه دښته کې د خپلو جنګیالیو د ډله ییزې وژنې ادعاوې مستند کړي نه دي، چې له امله یې د دوی مشران تر سختو نیوکو لاندې دي.

دوستم د یادو وژنو له امله په نړیواله کچه په بشري جنایتونو تورن شوی.

د دوستم پلویانو ادعا لرله، چې طالبانو هم د دوی اسیران وژلي وو او د طالبانو په لیکو کې پنجابیان هم شامل وو.

د دشت لیلي د جنګي جنایتونو قضیه تراوسه پورې ډېره نه ده مستند شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب