Homeخبرونهطالب چارواکي: د اسلام کلا پر پوله کومه ځانګړې ستونزه نشته

طالب چارواکي: د اسلام کلا پر پوله کومه ځانګړې ستونزه نشته

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۰ مه )   د طالبانو د رژيم چارواکو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې ایران سره یې د اسلام کلا په بندر کې د پوځي تیارسئ حالت رامنځته شوی دی.

 د هرات لپاره د طالبانو د والي  ویاند نثار احمد الیاس  ویلي،چې په پوله کې کومه ځانګړې موضوع نه ده رامنځته شوې.

د هغه په وینا، د اسلام کلا په بندر کې سوداګري هم په عادي بڼه روانه ده او کومه بله د اندیښنې وړ موضوع هم نشته.

 له پرون راهیسې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې اسلام کلا کې ایران او طالبانو دواړو ټانګونه او اضافي تجهیزات ځای پرځای کړي دي.

د ایران رسمي خبري اژانس د خپلو چارواکو له قوله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د دغه ویاند له خولې یې یاد شوی خبر خپور کړی.

د ایران او طالبانو اړیکې په وروستیو کې ترینګلې شوي، چې طالبانو ته د ایران د خبرداري له امله د طالبانو یو شمېر منتقدانو هم د دوی څنګ نیولی او ایران ته یې د افغان خاورې پر لور د کاږه نه کتلو خبرداری ورکړی.

څو ورځې مخکې په اسلام کلا کې د طالبانو او ایران د پوله ساتونکو نښته کې یو ایرانی او دوه طالب پوله ساتونکي وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...