تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۲ ) راپورونه وايي، چې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي روانه اونۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په رسمي سفر ځي.
دا سفر د قطر په مرکز دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ د افغانستان په اړه د غونډې له جوړیدو وروسته ترسره کیږي.
په دې غونډه کې پر ګوترش سربېره د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي هم ګډون لري.
ځینو سرچینو ویلي، چې د دغې غونډې پر مهال ملګري ملتونه د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په اړه د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره خبرې کوي.
تمه کیږي، چې د غونډې ګډونوال به طالبانو ته د رسمیت پېژندلو لپاره خپل اصول په ډاګه کړي.
په دې غونډه کې د طالبانو د رژیم کوم استازی ګډون نه لري، خو ځینو پاکستاني رسنیو او د طالبانو منتقدانو ادعا کړې، چې د طالبانو استازیتوب په غیر مستقیم ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر کوي.
افغان سیاسي فعاله ظریفه غفاري وایي، چې پاکستان ته د ملا متقي د سفر هدف دا دی څو د حنا رباني کهرله خولې د دوحې غونډې پریکړې واوري.
نوموړې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ((له بده مرغه ټالیبانو د افغانستان عظمت دومره ټیټ کړ، چې همدا نن په قطر کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان استازولي حنا رباني کهر کوي او راتلونکې جمعه به امیر خان متقي اسلام آباد ته په چارتر الوتکه کې سفر ولري، له خپلې وزیرې نه به د قطر د ناستې اړوند نوي هدایتونه او لارښوونې تر لاسه کړي تر څو د پاکستان په پنځمه صوبه (افغانستان) کې یې پلي کړي.))
طالبانو د متقي د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حسن عباس په نوم پاکستاني څېړونکي په یوه تازه کتاب کې ادعا کړې، چې د ملا متقي په ګډون د طالبانو د رژيم د ګڼو مشرانو کورونه پاکستان کې دي او دوی د خپلو کورنیو د لیدو تر څنګ له پاکستاني چارواکو څخه د دستور اخیستو لپاره په چارتر الوتکو کې پاکستان ته منظم پټ سفرونه لري.
د پاکستان په غوښتنه د پاکستان چرګوړي ته يې د ورتګ بلنه ورکړه او هلته به ورته د اطاعت نورې نوې لارښوونې کوي. فيض حميد ټاکلی او پوځي چارواکي يې کله ناکله د خپأو معلوماتو د تازه کولو لپاره په يوه او بله پلمه غواړي.
بی بی سی په یو ریپوټ کې لیکلی:
واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د یوه پټ سند پر بنسټ رپوټ ورکړی چې بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کر ویلي دغه هېواد نور نه شي کولی د امریکا او چین ترمنځ د انډول ساتلو هڅو ته دوام وکړي.
بیا یی بل ځای لیکلی:
د پاکستان پوځي مشرتابه شهباز شریف ته د چین اؤ طالبانو د خارجه وزیرانو د احتمالي سفرونو په هکله احوال تېر کړی (ډیوه نیوز)