جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهدوحې ناسته د بندو دروازو ترشا پيل شوه

دوحې ناسته د بندو دروازو ترشا پيل شوه

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۲ )  د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د بندو دروازو ترشا پيل شوې ده.

د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې پر ګوترش سربېره د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي هم ګډون لري.

ځینو سرچینو ویلي، چې د دغې غونډې پر مهال ملګري ملتونه د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په اړه د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره خبرې کوي.

په دې غونډه کې د طالبانو د رژیم کوم استازی ګډون نه لري، خو ورته د ورغلو یو شمېر هېوادونو له استازو سره د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین لیدنې کتنې لرلي دي.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ویلي، له دغې غونډې دوی سره د نړیوالو د تعامل، پر طالب مشرانو د بندیزونو د پای ته رسیدو او مرستو تمه لري.

په ورته مهال، له غونډې مخکې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې افغان ښځینه فعالانو د طالبانو د رسمیت پېژندلو خلاف غونډې کړي او د دوی رژیم یې د افغانانو او په خاص ډول د ښځو په ځپلو تورن کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب