جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد حسن عباس کتاب ته د طالبانو غبرګون؛ استخباراتي تبلیغات راپسې کوي

د حسن عباس کتاب ته د طالبانو غبرګون؛ استخباراتي تبلیغات راپسې کوي

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۲ )  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د دوی د بیا واکمنیدو په اړه د یوه پاکستاني څېړونکي حسن عباس تازه خپور شوي کتاب له دروغو او استخباراتي تبلیغاتو ډک ګڼلی.

نوموړي پرته له دې، چې په مشخص ډول د نوموړي ادعاوو ته ځواب ووایي په عمومي جملو کې دغه کتاب رد کړی.

حسن عباس، چې د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد دی، په یاد شوي کتاب کې د طالبانو د بهرنیو چارو او نورو وزیرانو په اړه لیکلي، چې کورونه یې پاکستان کې دي او د خپل رژیم او پریکړو اړوندې چارې د پاکستان د پوځ په مشوره مخکې وړي.

د طالبانو منتقدینو له دغې ډلې غوښتي، چې د عمومي خبرو پر ځای په مشخص ډول واضح کړي چې د دوی د مشرانو کورونه چېرته دي او پاکستان سره یې د اړیکو څرنګوالی څه ډول دی.

طالبانو په داسې مهال له پاکستان څخه د اطاعت ادعاوې رد کړي، چې له واک ته رسیدو مخکې یې ډېری مشران هملته اوسیدل او پاکستاني چارواکو په مسلسل ډول منلې، چې د طالبانو تحریک دوی د خپلو اهدافو لپاره رامنځته کړی، جنګولی او واک ته رسولی دی.

6 COMMENTS

  1. یو اندازه حقایق یې هم ویلي. په تاسو د پاکستان سره د اړیکو تور هسې اوازې هم ندي ځکه شواهد موجود دي.

  2. کیدای شی دا د پاکستان یوه استخباراتی لوبه وی او غواړی هغه طالبان په افغانی ټولنه کی منزوی کړی کوم چه د هغوی ته حوښیږی . بل دا چه پاکستانیان ډیر ۍپین سترګی، منافق او دروغجن دی ، دغه کتاب والا چه دومره تحقیق کړی بیا ولی شواهد او ادرس یی ندی وړاندی کړی ، کتاب باید شواهد درلودلی نه هسی ادعاوی

  3. احمد پاکستان هیڅوخت هم رښتیا نه دی ویلی پرون چه طالیبان پاکستان کی ؤ ویل یی چه زمونږ سره نه دی او چه افغانستان ته لاړل وایی زمونږ سره دی . دوی هر وخت د خپلو او انګرایزانو د ګټو دپاره لیکل کوی دوی په سیاست کی هیڅ شی ته احترام نه کوی یوازی خپلی ګټی پیژنی دوی په پاکستان کی هم دپښتنو په ضد دی

  4. د افغانستان د جهاد داستان چى د کرنيل امام( سلطان امير تارړ) روايت کوم خپلوان(احمد رضوان تارړ) ليکلۍ او علي يوسفزي بيا پښتو ته ژباړلۍ په هغه کتاب کي د ملابورجان اړوند داسى ليکل شويدى. زما څخه دآى ايس آي دفتر کى تپوس وشو چي ملابورجان دانګليسانو جاوسوس دۍ ما ورته وخندل او وه مي ويل چي هغه زموږ ملګرۍ دۍ، دوى نه منله بيا مي ورته وويل چي ورشۍ په هغه المارۍ کي 31 مه نومره دوسيه وګورۍ. دغه يي يوه کوچنۍ بيلګه ده.

  5. زما په نظر که دحسن عباس له لوری لیکل شوی کتاب هم په پښتو وژباړل شی ترڅو راتلوونکې ددې ولس بچیان یی ووايی چې پاکستان هم دا کوی او هم دا

  6. وایی پاکستانیان خپله مور هم خرڅوی. افغانستان هم کم ندی. هغه بله ورځ طالبانو دمور خرڅونکی دری کسان نیولی ول.
    ما دا کتاب ندی ویلی. حو دامریکا پرستانو له خبرو داسی مالومیږی چی دی کس دامریکا تبلیغاتی خبری یی، چی دا دوه کاله دامریکایی شکست نه وروسته یی افغان بهرنیان په خرپ او شرپ په خپل مینځ کی تکراروی، په یو تاریخی بڼه لیکلی دی. دا کس استخباراتی کس وو او اوس هغه امریکا کی دی. نو مالومیږی چی پاکستانی ډبل اجنټ وو. امریکایانو اوس نازولی او دهغه ناز په مقابل کی همدی خرڅ سوی کس دافغانستان دخرابی لپاره یوه ناچیزه تحفه ورکړی.
    زیات طالبان دمنصور، محمدی، خالص خلک دی. دی مشرانو خپله مینه هلته مالومه کړه چی دکابل په شرارتو کی یی ځان ورګډ نکړ. او کله چی دمجاهدین صفته خلکو، جی دامریکا زیاتی وسلی پاکستان ورکړی وی، کارونه دزغم وړ نه وو دوی له ملا عمر سره یوځای سول.
    دپوهو خلکو لپاره یوه خبره: رښتونی مسلمان او افغان په ورڅنی کارو باندی وارزوی. طالبان اوس دهیچا خبره نه منی. هغه چی ددوی په فکر ملی او اسلامی وی هغه کوی. دوی کیدای سی غلط وی، خو بیا هم ددوی کار دوطن او اسلام سره په اخلاص ولاړ دی. دا زما نتیجه ده او په همدی نتیجی باور هم لرم. دکفر او دکفر په تبلیغاتو زما باور نسته. هغوی دخپلی ماتی لپاره دلیلونه پیدا کوی. هغه ددوی کار ده. زمونږ لپاره دا بس ده چی کمکی پروژی هره ورځ ووینو چی عملی کیږی او یا پلان کیږی. پردی خیراتونه دملت او ټول ګټو کارو لپاره سوق کیږی. مونږ باید له طالبانو دترقی معجزه ونه غواړو. همدا مو بس دی او دطالبانو دنوری هوښیارتیا او موفقیت دعاوی کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب