چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر د بېلابېلو اقتصادي مسایلو په اړه پریکړې کړي

ملا برادر د بېلابېلو اقتصادي مسایلو په اړه پریکړې کړي

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۸ )  د طالبانو د ریاست‌ الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

د ملا برادر دفتر وایي، په غونډه کې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د مالیې راکمولو په اړه د مالیې وزارت له لوري وړاندې شوی راپور تایید او د اقتصادي کمېسیون د 1401/1/14 مې نېټې پرېکړه تمدید شوه.

سرچینه وایي، دغه کمېسیون تېر کال په خپله نوبتي غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د ټاکل شوې مالیې اندازه له 1.5 څخه 0.5 سلنې ته راکمه او له یو کال وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیسي.

په غونډه کې همدارنګه د ملا برادر په امر، افغانستان ته له بهر څخه د خامې مالګې د تورید د جوړ شوي میکانیزم په نظر کې نیولو سره، د لنډې مودې لپاره اجازه ورکړل شوه.

په ناسته کې کانونو او پټرولیم وزارت ته ویل شوي، چې څومره ژر ممکنه وي، داسې پالیسۍ او کړنې غوره کړي، چې افغانستان د پخې مالګې په برخه کې پر کور دننه منابعو څخه پر ځان بسيا شي.

همدا راز د مالیې وزارت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو په افغانستان کې د مالګې اړوندو کانونو ذخیرې او د فابریکو له لوري تولیدي ظرفیت وڅېړي او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د اقتصادي کميسيون په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، څو هغه فابریکې او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غیر الکولي مشروبات تولیدوي، مکلف دي چې د اوبو ټولې اړتیاوې د ټانکرونو په مرسته، له کابل ښار څخه بهر د اوبو له سطحي سرچینو څخه تأمین کړي.

د غونډې په پای کې د کابل ښار د اوبو سرچینو د تغذیې په موخه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له کابل ښار څخه د باندې په بل مناسب ځای کې په تدریجي ډول د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو د تولیدي فابریکو او شرکتونو او همدا راز د شنو خونو او کرنیزو فارمونو د ځای پر ځای کولو په موخه، یو واضح او عملي طرزالعمل جوړ او د تاییدۍ لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

8 COMMENTS

  1. ملا برادر ستړي مشي د کاغذ له مخې په ډیر مشکلاتو د کامره مخې ته لولي. تعجب کوم چې ملا برادر د بېلابېلو اقتصادي مسایلو په اړه پریکړې کوي؟ په کوم علمیت، ذکاوت او درایت؟
    لایق صاحب وایې:

    بزگر واى بې خبر واى پراخې دښتې مې کرلاى

    د غرو د څوکو شپون واى وري او مېږې مې پوولاى

    مزدور واى په غرمو کې مې ډبرې ماتولاى

    بندي واى په زندان کې مې مېچنې گرځولاى

    خو کاشکې د قلم په ژبه نه واى پوهېدلاى

    د ژوند د راز کتاب مې هرگز نه واى اړولاى
    (چنغر– ۶۶مخ)

  2. هغه د چا خبره چه باډی مه ګوره کش ته یې ګوره.
    پلاستیکی ډاکتران، پروفیسران ، پوهندویان ،پوهندملان، مارشالان او جنرالان خو ټول په طیارو پسې پایډل کشال وتختیدل.
    همدغه د وطن اصیل زامن لکه برادر، یعقوب، متقی پاتې یو او دا وطن. په هغه رقم به یې جوړوو چه موږ په پوهیږوپه او زموږ په تبه برابر وی.

    د زرو قدر د زرګر سره وی.

  3. paacha tah;
    you look to mula sahib/how they renew Kabul city, open your eyes.
    WATCH QOOSH TAPEY KANAL.HOW THEY BUILD THAT,
    WATCH/KABUL KANDAHAR ROAD/ KANDAHAR BOLDAK ROAD//SALANG HIGHWAY,AND TUNAL.
    THEY CAN DO BETTER FROM ASHRAFGHANI
    TALIBS ARE REALY HONEST AFGHANS AND WE HAVE TO SUPPORT THEM.
    FOREIGN INTELLIGENT AND WARLOARDS CAN NOT BUILD OUR COUNTRY
    TALIBS ARE FREE FROM CORRUPTION.
    THANK YOU ZENDAH BAAD MULA ABDUL GHANI BRATHER SAHIB
    razmohammed kamawal newyork

    • له بده مرغه، دا اوسنی نظام پر کومې ځانګړې ملي ایډیالوژۍ نه دی ولاړ. ترهګرو هیبتې ځناورو ارګ ته د رسیدو لپاره یو څه ایډیالوژیک شعارونه ورکړل، خو هغه له ارګ نه د ای ایس ای د سوق او اداره جوړولو تر موسمه محدود ول. دلته د ملت جوړونې نظریه د ناملي شوې پنجابې توري ملا سالاري قرباني شوه. له لویه سره په نظام لنډه غر، اخوان، صوفیان، د پنجاب له لمنې راټوکیدلي دودیز مذهبیان او یو شمیر نور ارجل برجل مخلوقات را ګډ شول د دوی د سوق لپاره یو اداري چوکاټ او هغه هم د پخواتي نظام نه په میراث ورپاتي د پنجاب د ګټو د خوندې توب لپاره رامنڅ ته شو، خو د دوی د سوق لپاره فکري چوکاټ چې ملي کرښې، ارزښتونه، عمومي ملي تګلارې، تاریخي، کلتوري، او مذهبي نریټیف یې توحید کړی وای رامنځته نشو. پوهنتونونه د تفوس نیمایې قشر میرمنو پر مخ وتړل شوب او ځاې یې د داعشیت، حزب التحریر، طالبیت او نامهار شوي اخوانیت ځالې شوې، د ښوونځیو د معلمینو په بستونو کې د پاکستاني مدارسو مفغولین د مذهبي مبلغانو په صفت استخدام کړلای سول، رسنۍ مو د ملي ضد افکارو ځالې شوې، او بالآخره، ارګ د پنجاب د اشغال د قومانده تر څنګ د معاملو په تشت کې له ملي ارزښتونو پاک و وینځل شو.

      د تاریخ په استناد طالب په زرګونو کسان یواځې په دې ووژل چې له حکومتي ادارو سره یې تماس و، شوراګانو ته تللي و، د طالب په اړه چېرته منفي غږېدلي و، د پاکستان د اشغال او هیرا منډوي په اړه منفي غږېدلي و، او یا یې د دوی فرمایشات نه و پر ځای کړي. همدا اوس په هیواد کې د ننه ولسونه د پنجابې اشغال طالب خلاف غږېدا د خپل مرګ د ثیقې لاسلیک ګڼئ.
      تاسو د رغولو خبره یاده کړي، پوښتنه دا دي چې ملکې تاسیسات چا په دا تیرو شلو کلونو کې د پنجاب په فرمایش تخریبول؟ په دا ته هم پوهیږي او زه هم.
      د ګوډاګي لومړي امارت پر مهال پاکستان د پنځمې صوبې په توګه د افغانستان لپاره په خپله داخلي ملي بودیجه کې رقم بېل کړ. د افغانستان ټول میوزیمونه، مومیایي شوي مړي او تاریخي مجسمې لوټ، د کانونو او معادنو سروې پیل کړې. د امارت د ملایانو په څېره یې د افغانستان په ټولو حساسو سیمو کې خپل لوړپوړې مامورین وګمارل چې هغوی د افغانستان ټول اقتصادي او امنیتي رازونه، نقشې او مالومات پاکستان ته انتقال کړل. امارت یې د هندوستان پر خلاف، د هندو مذهب او بوداییزم د څلیو پر خلاف او حتی د هندي اتباعو او الوتکو د اختطاف لپاره وکاراوه او د امارت تر سیوري لاندې یې د کشميري ډلو د روزلو لپاره د افغانستان خاوره وکاروله.

      پاکستان امارت د تشناب د کاغذ په توګه استعمال او د تاریخ په اشغال دانۍ کې وغورځاوه. د امارت د سقوط پر مهال یې امریکایان له خپلې خاورې پر خپل جوړ امارات را مارش کړل. د امارت د ملاتړیو عربانو او اوزبکانو ناموسونه یې لیلام کړل. د القاعده شپږ سوه جنګیالي یې وپلورل او د امارت د سقوط په پروژه کې یې آن جامع جوماتونه د لمونځوالو په وینو ورنګول او د ګازلن اور خوراک کړل.

      تر دې راوروسته یې، خپله تر ملا محمد عمره پورې په زجر او وحشت ووژل. د ملا عبید الله یې سترګې ور ړندې کړې،د ملا برادار یې اعصاب ور خراب کړل او ویل کېږي چې یاسر یې په وینو لژنده ږیره پر سرک را کش کړ.
      دوهم وار بیا دا لوبه تکراریږي خو افسوس د مونږ په حال چې د پردیو د ګټو لپاره استعمالیږو او ځینې ړانده یې ملاتړ کوي

  4. د اشرف غني او داوود خان په پروژو شخوند وهي. هلته يې د نورو مافيايي کړيو سره يوځای د هغې د تطبيق مخه نيوله،خو اوس ور تر غاړې ده. هغه هم د دې لپاره چې پاکستان پرې راتلونکې کې دوی ته کريډيت ترلاسه کړي او په واک کې يې وساتي. له پاکستان سره وېره ده چې په ټاکنو کې يې بايلي لکه د تېر په څېر چې حکمتيار او هلال او هم د حکمتيار زوی وبايلله.
    که ډېر وطنپاله وي، نو نجونو ته دې د زده کړې دروازې خلاصې کړي.

  5. که ملا صیب مطلق بیسواده هم دی خو زه ورته یو آفرین وایم. زه سخت مخالف د طالبان یم خو دومره نه چی سلاخ راواخلم و وژنه وکړم یا کوم وحشت او ویره خپره کړم. طالانو کی ښه خلک هم وینم چی یو یی همدا بیسواده ملا برادر دی، بل یی ملا یعقوب او حتی هماغه خلیفه صیب چی تر پرون پوری یی د افغانستان په هر ګوډ، ګوډ کی انتحاری وکړی او خلک یی شهیدان کړل ـ تر بد کسان هم پکی شته دی لکه د لوړو تحصیلاتو وزیر، خپله ملا هیبت، او سلګونو نور ـ

    • ړنګ صیب مننه روغ او جوړ اسې ! هو ستا خبره درسته ده ، مونږ په يوه سترګه خاندو او په بله ژاړو !! که طالب ورک شي د پښتنو به ډير بد حال شي او یو تاجکبازه متعصبه دولت به منځ ته را ځي ، د پښتون په پښتني ، علمي او عصري جامو به د رټلی طالب ټاپه وهل کیږي او معرفي کیږي ! دکرزي او غني وختونه بايد هیر نکړو ! مذهب فرستي او پښتو پالنه فرق لري ! دغه حال به زما لپاره ( د پښتو ژبه او پښتون قام رټل او انزوا ) د ناروغي سبب شي !
      دې څو جاهلانو ته ګوره ، چې په پټ مخ د پيشرفت او علم خلاف امرونه صادروی او زمونږ خوندې یې له تحصیله منعه کړې دي ! ړنګ؛ صیب الله د روغ راته لره بازخانه د بې بازه نه وي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب