دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې وسله واله نښته؛ مجاهد: د شریرې کړۍ خلاف مو عملیات...

کابل کې وسله واله نښته؛ مجاهد: د شریرې کړۍ خلاف مو عملیات وکړل

تاند:( پنجشنبه ، د حمل ۲۴ )  د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند په کارته نو سیمه کې تېره شپه د درنې وسله والې نښتې خبر ورکړل شوی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي په دغه سیمه کې د دوی ځانګړو ځواکونو د « شريرې کړۍ» پر پټنځای عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي او پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.

هغه له « شریرې کړۍ» څخه خپل هدف نه دی روښانه کړی، خو په وروستیو کې د طالبانو او ورسره جنګیدونکو دغو نښتو کې مقابل لوری داعش وسله وال بلل کیږي.

طالبان ادعا کوي، چې یاده ډله یې په افغانستان کې له منځه وړې، خو امنیتي څارونکي او ځینې سیمه ییز هېوادونه یې دغه ادعا ناسمه بولي او داعش لا په افغانستان کې یو جدي خطر یادوي.

په وروستیو کې طالبان د داعش د ځپلو په نوم د خپلو مخالفانو په وژلو هم تورنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب