یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا متقي ازبکستان ته د افغانستان په اړه نننۍ غونډې ته...

ملا متقي ازبکستان ته د افغانستان په اړه نننۍ غونډې ته روان شو

تاند:( پنجشنبه ، د حمل ۲۴ )   د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د دوی يو پلاوی د ازبيکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.

د نوموړي دفتر ویلي، چې ټاکل شوې ملا متقي به د ناستې په څنډو کې د سيمې د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

یاده غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې، خاصتاٌ ملګرو ملتونو ترمنځ اختلافات زیات شوي.

طالبانو، د خپلو افراطي پریکړو په دوام حتا د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو بندیز لګولی، چې توند غبرګون سره مخ شوی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې یا به افغانستان کې د خپلو اصولو مطابق کار کوي او یا به له دغه هېواده وځي، چې مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.

طالبانو په دې اړه پر خپلې سخت دریځۍ ټینګار کړی او ویلي، چې دا د دوی صلاحیت او داخلي موضوع ده.

1 COMMENT

  1. جانانه خپل کار د کوه خپل به کومه
    لاړ شۍ بل چیرته هر چیرې چه زۍ
    هغه د چا خبره چهار طرفت قبله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب