جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له ولسمشر غني سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې

خلیلزاد له ولسمشر غني سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې

تاند(پنجشنبه، د جوزا۱) د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون ناوخته په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

خلیلزاد، چې په قطر کې له طالب استازو سره له کتنې وروسته کابل ته راغلی، له ولسمشر غني سره په داسې حال کې د سولې پر پروسې خبرې وکړې چې د مصالحتي شورا نوي ريیس عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

وروسته له دې چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ پر واک وېش موافقه وشوه او عبدالله د سولې د مصالحتي شورا رييس وټاکل شو، دا کابل ته د ښاغلي خلیلزاد لومړنی سفر دی.

ویل کېږي چې د دې شورا جوړېدا د سولې د خبرو د پیلېدا لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي.

ولسمشر غني له خلیلزاد سره له کتنې وروسته وویل چې دوی له طالبانو سره پر اوربند خبرې وکړې.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، دواړو خواوو د سولې د پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې او تر بین الافغاني خبرو وړاندې یې د اوربند او یا اورکم پر موضوع ټینګار وکړ.

د راپورونو له مخې، د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته طالبانو تر بل هر وخت حملو ته زیات زور ورکړی دی خو طالبان وايي چې حملې یې کمې کړي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي «د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې اوربند یا اورکم موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

همداراز د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې د افغانستان حکومت او طالبان په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانېزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي»

د افغانستان حکومت د کابل او ننګرهار له خونړیو حملو وروسته د طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر ودرواوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت د کابل له سفره وروسته ویلي و چې تر هغو له افغانستان سره د امریکا یو ملیارد ډالره مرسته کموي چې افغان مشران یوې موافقې ته نه وي رسېدلي.

خو د ارګ په خبرپاڼه کې دې موضوع تهع اشاره نه ده شوې..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب