Homeخبرونهافغانستان سبا روژه ده، دولتي ادارې نه رخصتيږي

افغانستان سبا روژه ده، دولتي ادارې نه رخصتيږي

تاند: ( چارشنبه، د کب ۳ ) د د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون اعلان وکړ، چې سبا به په هېواد کې د روژې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

سرچينې ويلي، چې دا پريکړه د طالبانو د سترې محکمې د رئيس شېخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د روژې د معلومولو ځانګړې کمېټې کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت ویلي، چې د روژې په مناسبت به سبا دولتي ادارې رخصت نه وي.

د جمهوري نظام پر مهال د روژې لومړۍ ورځ عمومي رخصتي وه.

پرون سعودي عربستان هم اعلان وکړ، چې د پنجشنبې ورځ به د روژې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...