جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپینتاګون: پاکستان لا هم د افغان طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

پینتاګون: پاکستان لا هم د افغان طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا۱) کانګریس ته د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت په درې میاشتني راپور کې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې د تشدد د دوام لپاره د طالبانو د سختدریځو عناصرو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د پنتاګون یا دفاع وزارت د سرمفتش دا راپور، چې د بهرنیو چارو وزارت او د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې په مرسته بشپړ شوی، د اسلام اباد له لوري د پخوانۍ پالیسۍ دوام تاییدوي چې دا هیواد یې په افغانستان کې د خپلو ګټو دفاع بولي.

په دې راپور کې د جنورۍ له میاشتې د مارچ تر پایه د پاکستان هلې ځلې څارل شوي او دا موده له دې نظره هم مهمه ده چې د فبرورۍ په پای کې یې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

اسلام اباد په دې موافقه خوښي ښکاره کړه او خپل رول یې پکې مهم وباله.

په راپور کې د دفاع د استخباراتي ادارې (DIA) د راپورونو پر اساس ویل شوي«پاکستان په خپله غېږ کې د طالبانو او د هغو د ملاتړو ډلو، لکه حقاني شبکې پالنې ته دوام ورکړی. دا ډلې د افغانستان پر ګټو د حملو توان لري.»

په دې راپور کې، چې د مې میاشتې په نولسمه خپور شو، یادونه شوې چې اسلام اباد افغان طالبان هڅولي چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي خو له داسې اقدامه یې ډډه کړې چې له کبله یې له دې ډلې سره اړیکې خرابې شي او یا دا ډله له نور تاوتریخوالي راوګرځي.

1 COMMENT

  1. when pentagon will recognize exact&real face of pakistani isi
    & isi( that mean pakistan intillgent service
    talibs are close to each others.
    talibs supported by isi.
    pakistan is homeland for terrorism., like al qaeeda/isis//lashkre tieeba//
    any country which help financialy with pakistan that mean for support of terorism,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب