جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهدوستم: د حقاني او ملا یعقوب کسانو اړیکې راسره نیولي

دوستم: د حقاني او ملا یعقوب کسانو اړیکې راسره نیولي

تاند:( دوشبنه، د کب ۲۹)  د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ویلي، چې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو اړوندو کسانو ورسره اړیکې نیولي دي.

دوستم پرون د ده په ګډون په ترکیه کې د مېشتو طالب ضدو سیاسي څېرو د جوړ شوي سیاسي ایتلاف(  د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا) په مجازي غونډه کې له ګډون وروسته په یوه مرکه کې دا خبره کړې ده.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ګومان کیږي چې ادعا شوې اړیکې طالبانو سره د نوموړي د روغې جوړې په اړه وې.

طالبانو د دوستم څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو په رژیم کې دننه ځينې سرچینې وایي، چې ملا یعقوب او سراج الدین حقاني د ټول شموله حکومت جوړیدو په اړه د دوحې سولې تړون د عملي کیدو پلویان دي.

1 COMMENT

  1. رحمن الله
    چي قسم هم وکړم که به طالب اوس د دوئ په کېسه کې لا هم وي. طالب لکه چې په خلکو کې ډیر خواخوږې لري چې له ده سره په اړیکو نیولو به يي د خواخوږو شمیر نور هم پسې زیات شي. د طالبانو ټولو په دې پریکړه ده چې دوستم به په دار ځړول کیږي. دا نور به ښايي وبښل شي. ځکه چې هغوئ خو د پاکستان زامن وو. او د پاکستان زامن د دوئ وروڼه بلل کیږي. هغه ده وینو چې ګلبدین، کرزي، عبدالله، صدیق چکرې، مسلمیار، فاروق وردګ، امیرزی سنګین، جنرال شعورګل، قیصاري صاحب محترم، زاخیلوال، خراساني صاحب عزیزدل او په لسګونو نورلنډغر چې د پاکستان په کمپونو کې يي د وطن د تخریب سبقونه ویلې وو. اوس له دوئ سره ناست دي مزې کوي. کنه بایده خو دا و چې کرزی او عبدالله هم په اریانا چوک راځړیدلې وای. خیر نو هغوئ ته خو د کنداریانو نوم ورپورې دی. کنداریان باید دومره سپک نه شي. چې په دار وځړول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب